د نړۍ مهم خبرونه له متن او اونځور سره
د آلمان د سوسيال دموکراتانو مشرې خپله استعفا اعلان کړه
د آلمان د سوسيال دموکراتانو د ګوند او فراکسيون مشرې، اندريا نالس، خپله استعفا علان کړې ده. د خپل ګوند غړو ته په يوه ليک کې هغې د دې اعلان هم وکړ چې دغه ګام به د دوشنبې په ورځ د ګوند مشرتابه ته تشريح کړي. هغه وايي له دې لارې غواړي د دې امکان ورکړي چې د دواړو دندو دپاره وړ ځای ناستي پيدا سي. نالس د ۲۰۱۸ کال په اپريل مياشت کې د سوسيال دموکرات ګوند مشره جوړه سوې وه.
اسرائيل په سوريه کې پر هدفونو باندې بريدونه وکړل
د اسرائيل هوايي ځواک له سوريې څخه د توغندويو تر بريدونو وروسته د شپې په له خوا په دغه ګاونډي هېواد کې هدفونه په نخښه کړي دي. د سوريې د سانا خبري اژانس په حواله په دغو بريدونو کې درې تنه وژل سوي او اووه تنه نور ټپيان سوي دي. د اسرائيل په خبره د دغو هوايي ځواکونو انګيزه د سوريې له خوا توغول شوې ګلولۍ وې چې د شنبې په ماښام د هېرمون نومي غره په لور توغول سوي ول.
د ايران ولسمشر له امريکا «احترام» غوښتی
د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريکا له متحده آيالاتو څخه د اتومي شخړې په سر د ممکنو خبرو اترو له پاره شرط ايښی چي امريکا بايد لومړی ايران ته «احترام» وښيي. د هغه په خبره هېواد يې خبرو ته پرانيستی نظر لري، خو نه د واشنګټن په امر. دواړه لوري بايدله احترام او د نړيوالو حقوقو په چوکاټ» کې سره کښيني. په دې وروستيو کې د ايران او د متحده آيالاتو تر منځ ترينګلتيا زياته سوې وه.
د ترمپ څرګندونو کوربين راپارولی
د بريتانيا د اپوزيسيون مشر، جرېمي کوربين مخکې له دې چې د متحده آيالاتو ولسمشر راتلونکې اوونۍ په دولتي سفر دغه هېواد ته ولاړ سي، پر نوموړي باندې سخت انتقاد کړی دی. کوربين وويل چې دا «د نه منلو وړ مداخله» ده چې ترمپ د راتلونکي حکومتي مشر په توګه د برکزيت په چارو کې د سخت دريځ لرونکي سياستوال بوريس جانسن پلويتوب کړی دی.
ليورپول د اتلانو ليګ قهرماني په لاس وروړه
د اف سي ليورپول د فوټبال ټيم له خپل آلماني روزونکي يورګن کلوپ سره د اروپا د اتلانو ليګ ګټلی دی. دغې انګليسي لوبډلې خپل حريف ټوتنهام هوت سپور ۲: ۰ مات کړی دی. روزونکی کلوپ په دې دول د پايلوبې طليسم هم مات کړی دی. تر دې مخکې نوموړي ۵۱ کلن روزونکي له ليورپول او آلماني ټيم بوروسيا دورتموند سره شپږ پايلوبې بايللې وې، چې دوې يې ورڅخه د اتلانو يا چيمپينس په ليګ کې تر سره سوي ول.