د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
د افغانستان په شمال کې د چورلکې لویدو مرګ ژوبله اړولې
افغان چارواکی وايي چې د ناټو د یوې قراردادي چورلکې د لویدو له کبله یو بهرنی پیلوټ او دوه افغان سرتیري وژل شوي. د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وویل چې د چورلکې د لویدو له کبله د یوه بل بهرني پیلوټ په ګډون درې تنه نور ټپیان شوي هم دي. هغه وویل چې MI-14 ډوله چورلکه تر پرواز څو شیبې وروسته د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې لویدلې ده. رضايي د الوتکې د لویدو دلیل تخنیکي ستونزه یاده کړې.
سکاټ میلر په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان په توګه ټاکل شوی
سکات ميلر له جان نيکلسن څخه د نړيوالو ځواکونو مشري پر غاړه اخيستې ده. تلونکي لوی قوماندان جان نيکسلن دوه کاله دغه دنده لرلې ده. په وروستيو دوو کلونو کې میلر د «ګډو ځانګړو ځواکونو د عملياتو په کومانډو» کې و چې ځواکونه يې ډېر پټ او پېچلي کومانډويي وظايف پر غاړه لري او اجرا کوي. ميلر د واک د لېږد په مراسمو کې وويل: «د اوسني حالت ساتل هيڅ امکان نه لري، موږ نه شو کولای چې له خپلو کارونو راضي واوسو.»
د آلمان خارجه وزیر د توکم پالنې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې
د آلمان خارجه وزیر پر آلمانانو غږ کړی څو د توکم پالنې پر ضد مبارزه وکړي. د آلمان په کمنیتڅ ښار کې د ښي اړخو تر پراخو لاریونونو وروسته، هایکو ماس د سخت دریځۍ او توکم پالنې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې. ماس ویلي چې د هغه نسل آزادي، د قانون حاکمیت او دموکراسي د یوې ډالۍ په توګه ترلاسه کړي او اړ نه وو چې مبارزه وکړي. هغه وايي چې اوس باید د دې اجازه ورنکړل شي چې دغه لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راشي.
د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې
د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې یوه ځانمرګي برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۶ تنه وژلي دي. د سومالیا د پوځ غړی تورن محمد حسین وايي چې برید د هاولواداغ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته شوې ده. د دې سیمې د ښاروال ویاند صلاح حسن متان وویل چې په دې پیښه کې هغه درې سرتیري وژل شوي چې دغه بریدګر یې درولی وو او درې تنه نور وژل شوي کسان بیا ملکیان دي. په دې پیښه کې د ۶ ماشومانو ترڅنګ ۱۴ تنه نور ټپیان دي.
مصر غواړي انترنتي سانسور لا ټینګ او پراخ کړي
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي یو نوی داسې قانون تصویب کړی چې له مخې یې په دې هیواد کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تر څار لاندې نیول کیږي. په دې ترتیب سره د حکومت عالي شورا اوس دا واک ترلاسه کوي څو هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو، ویبپاڼو او بلاګونو کې له ۵۰۰۰ ډیر پلویان لري، وڅاري. په دې ترتیب هغه پانې او د ټولنیزو شبکو حسابونه چې نفرت، درواغ او د قانون ضد خبرونه خپروي، بندیږي او یا تړل کیږي.
بوش او اوباما د مکین له هڅو ستاینه وکړه
د امریکا د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د ګوند غړو د دې هیواد د پخواني سناتور جان مکین له جسد سره مخه ښه وکړه. په دې مراسمو د امریکا متحده ایالاتو دوو پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما د مکین د تیرو سیاسي فعالیتونو ستاینه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا له اوسني ولسمشر دونالد ترمپ، د مکین د ګوند ځینې غړي چې د هغه رقیبان ګڼل کیدل، دغو مراسمو ته نه وو دعوت شوي.