د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د کاتلونیا په ټولپوښتنه کې د پولیسو او خلکو ترمنځ اخ او ډب
د هسپانیې د کاتلونیا د خپلواکۍ د ولس پوښتنې په ترڅ کې د پولیسو او د رایه اچوونکو ترمنځ اخ او ډپ رامنځ ته شوی. د کاتلونیا د ژغورني د ځواک د څرګندونو په حواله د پولیسو له لورې د ډزو له امله لږ تر لږه ۹۱ کسان ټپیان شوي دي. د روغتیا چارواکي وايي چې دوی د شاوخوا ۳۰۰ کسانو درملنه کړې.
ایران د سوریې جګړې له پاره افغان ماشومان استخداموي
د افغانستان د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې ایران د سوریې د جګړې له پاره افغان ماشومان استخداموي. د دې سازمان د یوه رپوټ په حواله ایران ان له ۱۴ کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان د سوریې د جګړې له پاره استخدام کړي دي. د سوریې په کړکیچ کې ایران د پوځي ځواک په لیږلو سره د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي. سوریې ته د لیږل شوي د دې پوځي ځواک یو شمیر سرتیري په ایران کې میشت افغان مهاجرین دي.
په اتریش کې پر بورکې بندیز وضع کړل شو
د فرانسې او بلجیم په څیر اتریش هم نن د یکشنبې په ورځ د ښځیو د مخ او بدن د پټولو له پاره د بورکې په اغوستلو ممنوعیت وضع کړ. په دې ترتیب سره که یو څوک په عامه ځایونو کې خپل مخ پټ کړي، باید ۱۵۰ یورو جریمه ادأ کړي. د بورکې منع کول تر ډیره پورې په دې هیواد کې مسلمان میرمنو ته متوجه دی چې دوی د نقاب یا بورکې په اغوستلو سره خپل مخونه پټ ساتي.
په آلمان کې د همجنس بازانو رسمي ثبتیدل پیل شوي
له نن یکشنبې وروسته په آلمان کې همجنس بازان کولای شي چې په خپلو کې ودونه وکړي. په دې ترتیب نارینه او ښځینه همجنس بازان د نورو جوړو په څیر حقوق ترلاسه کوي چې د اولاد په توګه د ماشومانو نیول هم پکې شامل دي. د دې سربیره چې د ۲۰۰۱م کال راهیسې د همجنس بازانو جوړې به د ژوند د شریک په توګه رسمي ثبتیدې، خو د دوی ودونه د نورو عادي ودونو په څیر حقونه نه ترلاسه کول.
امریکا: شمالي کوریا د مذاکراتو له پاره علاقه نه ده ښوولې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تراوسه پورې د شمالي کوریا له لوري مستقیمو خبرو ته د هیڅ ډول لیوالتیا نښې وجود نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند هدر ناویرت په واشنګټن کې ویلي چې د دې ډاډ سربیره چې د امریکا متحده ایالات د شمالي کوریا د رژیم نسکوریدل نه غواړي، شمالي کوریا چارواکو د اتومي وسلو د کمولو په هکله مذاکراتو ته هیڅ ډول علاقمندي نه ده ښکاره کړې.