د نړۍ لنډ خبرونه په انځورونو کې
وسلوالو کسانو د کاپیسا د علماوو شورا مشر وژلی
افغان چارواکي وايي چې وسلوالو کسانو په کاپیسا ولایت کې دوه کسان په ډزو وژلي. د قربانیانو څخه یو هم دحنف یار په نامه د دې ولایت د علماوو د شورا رئیس دی. د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري په دې هکله وویل چې په دې برید کې دوهم وژل شوی کس د کاپیسا د علماوو د شورا د رئیس محافظ وو. د هغه په وینا پر موټر سایکل سپرو دوه ناپیژندو وسلوالو د شنبې په ماښام دغه برید ترسره کړی او په تیښته بریالي شوي دي.
د افغانستان د تاریخ یوه امریکايي کارپوهه په کابل کې مړه شوې
د افغانستان د تاریخ یوه امریکايي کارپوهه چې په افغانستان له لسیزو راهیسې میشته وه، تر اوږدې ناروغۍ وروسته په کابل کې د ۹۰ کلونو په عمر مړه شوې. نانسي هاتچ دوپري چې د لومړي ځل له پاره په ۱۹۶۲م کال کې افغانستان ته راغلې وه، هغې له افغانستان سره د خپلې علاقې له امله په دې هیواد کې ژوند کوو او د خپل ژوند ډیره برخه یې د دې جنګ ځپلي هیواد د تاریخي آثارو د را ټولوونې او ثبت په برخه کې مصرف کړې ده.
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې اوبو ۱۲ کسان وژلي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو ویلي چې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان د دې ښار په بندري سیمه کې په اوبو کې ډوب شوي دي. د پولیسو یو چارواکي اعجاز خوکهار په دې هکله وویل چې د شنبې په ورځ دغو کسانو د بحر په څنډه کې میله کوله او تر میلې وروسته په اوبو کې ډوب شوي او ځینې یې د مرستیې پرمهال اوبو وړي دي. نوموړي وویل چې د ژغورنې عملې د ۱۲ کسانو مړي د دې ښار روغتون ته انتقال کړي.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د موټر ټکر له امله مرګ ژوبله
له پاکستان څخه په یوه بل خبر کې راغلي چې د دې هیواد په پنجاب ایالت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۸ نور بیا ټپیان دي. د دې ایالت پولیسو ویلي چې د یوه میني بوس موټروان د موټر کنټرول له لاسه ورکړی او دغه پیښه رامنځته شوې. په دې موټر کې ګڼ شمیر کسان د واده د مراسمو په لور د حرکت په حال کې وو.
روهنګیايي یاغیانو اوربند اعلان کړی
تر دوو اونيو جنګ وروسته په ميانمار کي د روهنګيا اورپکو يواړخيز اوربند اعلان کړی دی. دغو اورپکو په خپله اعلاميه کي ويلي چي د اوربند مقصد يې بشري مرستو ته لاره ورکول دي او د یوې میاشتې له پاره به دوام وکړي. د ملګرو ملتونو د شمير له مخي د مګړی تر ۲۹۰ زرو څخه زيات تر تعقيب لاندي روهنګيا مسلمانان د تېښتي په حال کي دي.
سوریې له داعش څخه یو هوايي ډګر بیرته نیولی
د سوریې نیمه ملیشه ځواکونو د سوریې په دیرالزور سیمه کې د اسلامي دولت يا داعش ډلې وسله وال له نظامي هوايي ډګر څخه وتلو ته مجبوره کړي دي. د سوريې دغو ځواکونو وکولی شول چې وروسته له درې کلونو د داعش له منګولو څخه دې ښار ته څیرمه نږدې سیمې تصفیه کړي.
مرکل د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ منځګړتوب ته چمتو ده
د آلمان صدراعظمې انګلامرکل ویلي چې هیواد یې اماده دی چې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ په راولاړ شوي کړکیچ کې منځګړتوب وکړي. مرکل ویلي دا چې اوسمهال د تیر بل هر وخت په پرتله د شمالي کوریا د اتومي او توغندیو د پروګرامونو پرسر د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ جنجالونه ډیر لوړ دي، نو آلمان حاضر دی چې د پلوماتیکي هلو ځلو له لارې منځګړتوب وکړي. په دې هکله زموږ په رادیویي خپرونه کې بشپړ مطلب هم اوریدلی شئ.
په ایټالیا کې د شدیدو بارانونو له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوې
په ایټالیا کې د شدیدو بارانونو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. ویل شوي چې تر ټولو شدید باران د ایټالیا په ټوسکانا کې د لیورونو په ښار کې شوی دی او د یوې کورنې څلور غړي په اوبو کې لاهو له یوه کور څخه موندل شوي. پنځم کس بیا په یوه بله سیمه کې د ځمکې د ښویدنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او درې کسان تر اوسه هم لا درکه دي.
د ایرما په نامه شدید توپان د امریکا فلوریدا ته رسیدلی
د ایرما په نامه توپان د امریکا فلوریدا ایالت ځپلي او ویل کیږي چې د توپان له امله لسګونه زره کسان په تیارو کې دي. په فلوریدا او جورجیا ایالتونو کې له ۶ میلیونو څخه ډیر کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي، کوم چې د تخلیې تر ټولو ستره پیښه ده. د امریکا د توپانونو ملي مرکز ویلي چې ایرنا د څلورمې درجې د توپان قدرت لري. دغې ادارې زیاته کړې چې د دې توپان سرعت په ساعت کې ۲۱۰ کیلومتره اټکل شوی دی