د نړۍ لنډ خبرونه په انځورونو کې
د یونان لومړي وزیر له خپلي دندې استعفا وکړه
د یونان لومړي وزیر الیکسیس سیپراس له خپلي دندې استعفا کړې او تر وخت مخکي يې د انتخاباتو غوښتنه کړې ده. هغه دا کار هغو فشارونو ته د ځواب ورکولو په موخه کړی دی چې د یونان د سپما پروګرامونو له کبله ورباندي آن د هغه د خپل ګوند سیرزا له خوا ډېر شوي دي.
مقدونيا له یونان سره پر خپله پوله بیړنی حالت اعلان کړی
مقدونيا د پنجشنبې په ورځ له یونان سره پر خپل سرحد بیړنی حالت اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې د کډوالو د راتلو د تنظیمولو له پاره به له پوځ څخه مرسته وغواړي. د مقدونيا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ایوو کتوسکي، ویلي دي چې دا کار به له یوې خوا د سیمه ییزو اوسیدونکو له امنیت سره مرسته وکړي او له بلې خوا به کډوالو ته د راتلو یوه امنه لاره برابره کړي.
شمالي کوریا خپل پوځ د تيارسی حالت ته راوستی دی
د شمالي کوریا مشر کیم جون یون د خپل هیواد ځواکونه له جمعې ورځي راهیسي د تيارسی حالت ته راوستي دي. د شمالي او جنوبي کوریاو تر منځ پوځې اړیکې پر سرحد باندې د توغندیو تر تبادلې وروسته لا پسې کړکېچني شوې دي. د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي دي چې دغه پریکړه د پنجشنبې په ورځ تر یوې بیړنۍ غوندي وروسته شوې ده.
بریتانیا او فرانسه په يورو تونل کې نوی تدابیر نیسي
بریتانیا او فرانسې د پنجشنبې په ورځ د يورو تونل د ساتلو له پاره لا سخت امیتي تدابیر اعلان کړي دي. دواړو هیوادونو د انساني قاچاق وړونکو د په نخښه کولو په موخه د پولیسو یوه گډه قومانده جوړه کړې ده. پر دې سربیره یوه څو میلیونه یورویې بودجه هم برابره شوې ده چې له پناه غوښتونکو سره مرسته وشي او نور کسان بیا بیرته خپلو ځايونو ته واستوي.
د اسرائیلو او سوریې تر منځ توغندي تبادله شوي
اسرائیلو د پنجشنبې په ورځ د ګولان په هسکو کې د سوریې پوځ پر مرکزونو باندي تر هغه وروسته بریدونه وکړل چې د اسرائیلو په شمالي برخې ګالیلي کې څلور توغندي ولگېدل. دغو توغندیو مرګ ژوبله رامنځته نه کړه. تر دې دمخه د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي ول چې اسرائيلو د سوریې رژیم پر مرکزونو باندي د ګولان په هسکو کې د توغندیو بریدونه کړي دي چې له کبله دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
آلمانی جاسوس په خیانت تورن شو
د آلمان څارنوالانو پر هغه جاسوس باندي تورونه لګولي دي چې ویل کیږي په يوه وخت کې یې د روسيې، امریکا او آلمان جاسوسي سازمانونو ته کار کاوه. څارنوالان پر دغه کس باندې چې مارکوس ار، نومیږي تور لګولی دی چې د آلماني جاسوسانو په اړه معلومات یې پر بهرنیو هیوادونو پلورلي دي. هغه د تیرکال په جولای میاشت کې ونیول شو. پر هغه باندي د رشوت اخیستلو، امنیت له خطر سره مخامخولو او خیانت تورونه لګول شوي دي.