د نړۍ لنډ خبرونه له متن او انځور سره
په مصر کې غبرګو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې
لومړی چاودنې د مصر په طنطا ښار کې د قبطيانو یوه کلیسا په نښه کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او تقریباً ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي. ساعتونه وروسته په دوهمه چاودنه کې یو ځانمرګي بریدګر د مصر په الکسندریا ښار کې په یوه بله کلیسا کې ځان ته چاودنه ورکړې چې ۱۱ کسان پکې وژل شوي او ۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د دې بریدونو مسولیت اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې منلی دی.
د امریکا متحده ایالاتو کښتۍ د کوریا په لور خوځیدلې
د شمالي کوریا د اټومي وسلو پر سر د اندیښنو په زیاتیدو او همدا راز د شمالي کوریا لخوا د توغندیو د ازموینې وروسته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ جدي غبرګون ښوولی. نوموړي د سمندري ځواکونو یوې ډلې ته د کوریا د ټاپو په لور د خوځیدو امر کړی. د USS Carl Vinson په نامه سترې انتقالوونکې کښتۍ ته له سنګاپور څخه د کوریا د ټاپو په لور د حرکت امر شوی.
د سټوکهولم ښار د برید د قربانیانو هویت معلوم شوی
د سویډن د سټکهولم ښار په بازار کې د جمعې ورځې د لارۍ د برید د درې تنو قربانیانو هویت معلوم شو. د پولیسو ویاند وویل چې د دې قربانیانو خپلوانو ته په دې هکله معلومات ورکړل شوي دي. د تیرې جمعې په ورځ یو بریدګر یوه تښتول شوې لارۍ د سویډن د پلازمینې سټکهولم په یوه بازار کې پر خلکو وځغلوله او څلور کسان یې ووژل. چارواکو ویلي دي چې بریدګر ۳۹ کلن ازبک دی.
په ونزویلا کې د حکومت ضد مظاهرې
د شنبې په ورځ د ونزویلا زرګونه ښاریان د دې هیواد د پلازمینې کاراکاس سړکونو ته راوتلي او د ولسمشر نیکولاس مادورو پرضد یې شعارونه ورکول. دغه لاریونونه یوه ورځ وروسته له هغه زیاتیږي چې د وینزویلا حکومت د اپوزیسیون پر مشر هنریک کاپرلیس باندې په دولتي ادارو کې د ۱۵ کلونو له پاره کاري بندیز وضع کړ. د لاریونونو له امله، حکومت د دې هیواد لویې لارې او د میټرو لیکي تړلي دي.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ۹ محلي پولیس وژل شوي
د یکشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي چې د هيواد په شمال د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د پولیسو پوستې ته څیرمه بمي چاودنې د محلي پولیسو ۹ سرتیري وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، شیرجان دراني فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د چمتال په ولسوالۍ کې د پولیسو پوستې ته څیرمه د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د محلي پولیسو ۹ سرتیري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.