د نړۍ لنډ خبرونه له انځورونو سره
په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت په هکله د آلمان خبرداری
بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د پریکړې د وخت په پای ته رسیدو سره، د سپینې ماڼۍ ویاند څرګنده کړې چې ولسمشر دونلد ترمپ په دې هکله خپله پریکړه ځنډولې او په راتلونکو ورځو کې به خپله نهايي پریکړه وکړي. بل لوري ته بیا د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل د امريکا متحدو ایالاتو له لوري د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پیژندلو له پراخو عواقبو خبرداری ورکړی.
ملي امنیت د القاعدې شبکې د ګڼ شمیر غړو د وژنې خبر ورکړی
ملي امنیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو خبر ورکړی چې د القاعدې مهم غړی «عمرخطاب چې د عمر منصور په نامه هم مشهور وو، د ۸۰ نورو جنګیالیو سره یوځای وژل شوی دی.» ملي امنیت همدا راز ویلي چې دغه شمیر کسان په زابل، پکتیا او غزني ولایتونو کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي. د ملي امنیت په حواله، عمر خطاب طالب جنګیالیو ته د درنو وسلو کاروونه، د شپې عملیات او د اړیکو په برخه کې روزنې ورکولې.
په یمن کې د مرستو رسولو لړۍ له خنډونو سره مخ ده
په یمن کې د کورنۍ جګړې په زياتېدو سره، د دې هیواد په پلازمینه کې د مرستو رسولو لړۍ اوس له خنډونو سره مخامخ ده. ډيرو مرستندویه سازمانونو په صنعا کې د عاجل اوربند غوښتنه کړې. دغو سازمانونو د آلمان په بن ښار کې ویلي دي چې سربیره پر دې خلک باید په نامحدود ډول روغتیايي خدمتونو او مرستندویه آسانتیاوو ته لاس رسی ولري. د دې سازمانونو په ډله کې اکسفام، پاملرنه او سیف دي چلډرن شامل دي.
د ترمپ سفر د بندیز د نوي فرمان عملي کیدل
د امریکا متحدو ایالاتو سترې محکمې له درې ځله مخکینې ځنډ وروسته بلاخره د ولسمشر ترمپ د هغه فرمان له نوې بڼې سره موافقت او اجازه ورکړې چې غوښتل یې امریکا ته د شپږو اکثر مسلمان میشتو هیوادونو پر وګړو باندې امریکا ته د تګ بندیز وضع شي. د ترمپ د فرمان تازه بڼه د سپتامبر میاشتې پر ۲۵ نیټه صادر شوی چې پکې پر د ایران، لیبیا، سومالیا، سوریې او یمن وګړو باندې متحده ایالاتو ته د سفر بندیز وضع شوی.
شمالي کوریا ته دملګرو ملتونو د استازو سفر
د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیال جفري فلتمن د سیاسي خبرو اترو له پاره شمالي کوریا ته سفر کوي. په نیویارک کې ملګرو ملتونو ویلي چې ټاکل شوې فلتمن به له سه شنبې نه تر جمعې ورځې پورې په پیونګ یانګ کې وي. د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د فلتمن لیدنه اوسمهال نه ده پلان شوې.
د بریګزیت په هکله د لوړې سطحې ناستې پایلې نه لرلې
د بریتانیا د لومړۍ وزیر تیریسا مې او د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشر ژان کلود یونکر ترمنځ د بریکزیت یا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په هکله د لوړې کچې ناسته پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلې. دوړاو مشرانو څرګنده کړې چې د بریګیزیت د لومړۍ مرحلې د پوره کولو له پاره لا ډیرو مذاکراتو ته اړتیا ده خو دواړو هیله څرګنده کړه چې د اونۍ تر پایه پورې به یوې مهمې پایلې ته ورسییږي.