د نړۍ لنډ او مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ او مهم خبرونه په متن او انځور کې
د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان
د ولسشمر غني له خوا طالبانو سره د موقتی اوربند تر اعلان وروسته، اوس طالبانو د راتلونکي اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی. د طالبانو لخوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون په ۹) خپره شوې، راغلي دي چې په دغه اوربند کې به بهرني ځواکونه شامل نه وي. دغې ډلې ويلي دي چې، که چيرته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر دوې حملې کيږي نو دوی به په هر حالت کې له ځانه دفاع کوي.
آلمان د شپږم ځل له پاره د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړی
آلمان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د شپږم ځل له پاره د رایې اچونې له لارې لار وموندله. د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې له دریو برخو دوو برخو یې د آلمان په ګټه رایه اچولې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې څخه جوړ پنځه دایمې غړي لري چې له دغو دایمې غړو هر یو یې د ویټو حق لري.
ولسمشر ترمپ د جي ۷ سرمشریزه ترک کړې
د جي ۷ په نامه د اوو سترو صنعتي هیوادونو مشران د کاناډا په کویبیک ښار کې په داسې مهال کې را جرګه کیږي چې ولسمشر ترمپ د سرمشریزې تر پای ته رسیدو او د یوې ګډې اعلامیې مخکې سرمشریزه ترک کړې ده. د جندر یا جنسیت د مساوات د موضوع پر سر تر خبرو وروسته، ترمپ په ځايي وخت ۱۰ نیمې بجې دغه سرمشریزه ترک کړه ترڅو له وړاندې نه پلان شوي د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د ملاقات له پاره سنګاپور ته سفر وکړي.
د آلمانۍ نجلۍ عراقي قاتل بیرته آلمان ته انتقالیږي
د یو شمیر آلماني ورځپاڼو د راپورونو په حواله، د علي ب. په نامه عراقي مهاجر چې د یوې آلمانۍ نجلۍ په قتل تورن دی، په عراق کې تر نیول کیدو وروسته د شنبې په ماښام د فرانکفورت هوايي ډګر ته انتقالیږي. پر شل کلن عراقي پناه غوښتونکي علي ب. باندي شک کيږي چي په آلمان کي يې پر سوزانا نومې ۱۴ کلني نجلۍ جنسي تيری کړی او وروسته يې وژلې ده.
په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو شمیر کم شوی
د تازه شمیرو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پناه غوښتوکو شمیر په ټوله اروپا کې ټیټ شوی دی. د یوه رپوټ له مخې د روان کال د جنوری میاشتې نه تر مارچ پورې د اروپايي ټولنې په هیوادونو کې په مجموعي ډول ۱۲۳ زره او ۷۰۰ د پناه غوښتنې ثبت شوي دي. د اروپايي ټولنې د احصايي د ادارې د شمیرو له مخې دغه شمیر ته په کتو سره دا د تیر همدغه وخت په پرتله ۳۰ سلنه ټیټوالی په ګوته کوي.
د طالبانو تر اوربند ساعتونه مخکې په کندز کې د طالبانو برید
چارواکو ویلي چې د شنبې په سهار طالبانو په کندز کې د امنیتي ځواکونو پر یوې اډې برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۹ افغان پولیس سرتیري وژل شوي دي. د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري رسنیو ته ویلي چې د قلعه ذال ولسوالۍ د شنبې ورځې په برید کې د محلي پولیسو پنځه سرتیري ټپیان شوي هم دي. د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني بیا ویلي چې په دې پیښه کې د طالبانو اته جنګیالي هم وژل شوي دي.