د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
سوسيال دموکرات ګوند د لوی ائتلاف په نفع رايه ورکړه
په يو حيرانونکي څرګند اکثريت سره د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند غړو د بيا ځلي لوی ائتلاف په نفع رايه ورکړې ده. د ګوند د څرګندونو په حواله په دغه پرېکړه کې تقريبا ۶۶ سلنې غړو له اتحادي ګوندونو سره د ائتلاف په طرف رايې ورکړې دي. په دې ترتيب اوس له پارلماني ټاکنو څخه پنځه مياشتې وروسته د صدراعظمې انګلا مېرکل تر مشرۍ لاندې نوي حکومت ته لاره هواره شوې ده.
د سوسيال دموکراتانو تر پرېکړې وروسته خوشحالي او انتقادونه
د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند د فراکسيون مشرې، اندريا نالس، د خپل ګوند د غړو د رايې اچونې له پايلې سره رضايت ښکاره کړ. د مسيحي دموکرات ګوند مشرې او صدراعظمې، انګلا مېرکل، سوسيال دموکراتانو ته د څرګندې نتيجې له کبله مبارکي ورکړه. مېرکل د تويتر د لارې وويل چې هغه اوس دغې همکارۍ ته سترګې په لار ده. د راتلونکي اپوزيسيون د ګوندونو غبرګونونه له آرامې ساه اخيستنې څخه تر ټکان خوړلو پورې رسيږي.
د آلمان د دفاع وزيره غواړي چې افغانستان ته نور عسکر واستوي
د آلمان د دفاع د وزيرې، اورزولا فون دېر لاين، د پلان له مخې به په افغانستان کې د آلمان د پوځ ماموريت ډېر زيات پراخ او وغځول شي. د آلمان د خبري اژانس په حواله به په راتلونکي کې تر ۱۳۰۰ پورې آلماني عسکر د ناټو په دغه روزنيز ماموريت کې برخه ولري. دا د اوس په نسبت دريمه برخه زيات سرتېري دي. د آلمان د پارلمان د اوسني جواز له مخې يوازې تر ۹۸۰ پورې عسکر دغه ماموريت ته ګمارل کېدای شي.
اروپايي پلاوی غواړي چې د سلواک خبريال وژنه وڅېړي
په سلواکيا کې د پلټونکي خبريال، يان کوچياک، د قتل وروسته اوس د هېواد حکومتي مشر، روبرت فيکو، په داخل او خارج کې تر زياتېدونکي فشار لاندې راغلی دی. د اروپايي پارلمان يو پلاوی غواړي چې راتلونکې اوونۍ دغه قضيه وڅېړي. اته تنه د پارلمان استازي اوس غواړي چې د چارشبنې تر جمعې ورځې پورې سلواکيا ته سفر وکړي څو د قضیې او د شاليد په هکله يې معلومات راټول کړي.
سويسيان د تلويزيوني او راډيويي خپرونو د فس په هکله رايه ورکوي
په سويس کې نن پر ۵،۳ ميليونو کسانو باندې غږ شوی دی چې د عامه خدماتو د تلويزيوني او راډيويي خپرونو د فس په هکله رايه ورکړي. د «نو بيلاګ» په نوم کمپاين چې د فس پر ضد دريځ لري، په هغه بيلاګ نومي شرکت پسې نومول شوی دی چې دغه ناندرئيز فس راټولوي. د تازه خبرونو له مخې دغه کمپاين اوس ناکامه شوی دی او اکثريت خلکو د عامو خدماتو د خپرونو په بدل کې د فس دوام ته رايه ورکړې ده.
سويلي کوريا شمالي کوريا ته پلاوی استوي
د المپيک تر ژمنيو لوبو وروسته اوس شمالي او جنوبي کوريا د خپلو اړيکو د ښه کولو په لټه کې دي. د دوشنبې په ورځ به د جنوبي کوريا يو پلاوی د دوو ځانګړو استازو په شمول شمالي کوريا ته سفر وکړي. د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ د دفتر په حواله د دغه سفر هدف د دوو اړخيزو روابطو بهتره کول او د شمالي کوريا او د امريکا د متحده آيالاتو تر منځ د اتومي شخړې د هواري په سر ممکنه خبرې دي.