د نړۍ خبرونه په متن او انځور کې
د سوريې حکومتي ځواکونه پر ختيځ غوطه خپلو بريدونو ته دوام ورکوي
د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې تر ساعتونو اوږدو خبرو اترو وروسته د سوريې په هکله د نوي پرېکړه ليک په سر رای اچونه ځنډول شوې ده. په نيو يارک کې د ديپلوماتانو په حواله به دغه رای اچونه نن تر سره شي. خبرو اترو ته دوام ورکول کيږي څو داسې يو متن رامنځ ته شي چې د روسيې له خوا هم د تائيد وړ وي. د روسيې په غوښتنه به د هغسې تروريستي ډلو لکه داعش يا القاعدې په وړاندې بريدونو ته اجازه ورکړل شي.
په افغانستان کې ګڼو بريدونو مرګژوبله اړولې ده
په افغانستان کې د ډېرو بريدونو او حملو په ترڅ کې ډېر شمېر کسان وژل شوي دي. په کابل کې د سهار له خوا يوه ځانمرګي د ناټو عمومي مقر ته څېرمه چاودنه رامنځ ته کړه. د کورنيو چارو د وزارت په حواله درې تنه مړه او پنځه نور ژوبل شوي دي. د فراه په ختيځ ولايت کې د طالبانو جنګياليو د شپې له خوا د پوځ په يوې اډې باندې يرغل کړی او لږ تر لږه ۱۸ عسکر يې وژلي دي. دوه نور بريدونه د هلمند په ولايت کې شوي دي.
پر شمالي کوريا باندې د متحده آيالاتو له خوا نور بنديزونه
د امريکا متحده آيالاتو پر کمونيستي شمالي کوريا باندې خپل بنديزونه پراخ کړي دي. د متحده آيالاتو د ماليې وزارت ويلي دي چې نوي تدابير د تجارت او کښتيو د څه باندې ۵۰ شرکتونو په وړاندې پورته شوي کوم چې د بهرني تجارت په برخه کې ښکېل دي. ولسمشر دونالد ترمپ له تر ټولو سختو بنديزونو څخه خبرې کولې چې په تاريخ کې د کوم هېواد په وړاندې پلي شوي دي.
د ترمپ د انتخاباتي کمپاين مدير ښايي اروپايي سياسيونو ته پيسې ورکړې وي
د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، د انتخاباتي کمپاين پخواني مدير، پاول منافورت، ښايي اروپايي سياستوالو ته په مخفي توګه په ميليونو يورو ورکړي وي څو هغوی د هغه وخت روسي پلوي اوکرايني حکومت په طرف د لابي فعاليتونه وکړي. دغه خبره د روسيې په کشاله کې د منافورت پر ضد د خاص پلټونکي، رابرت مولر، د يوه بل اتهام له مخې څرګنديږي.
امريکايي شرکتونو د وسلو له لابي سره همکاري بنده کړې
د متحده آيالاتو په فلوريدا آيالت کې د ۱۷ مړو په شمول پر ښوونځي تر مرګوني بريد وروسته، ډېر امريکايي شرکتونه د «ان آر ای» د وسلو له ځواکمنې لابي سره خپله همکاري پای ته رسول غواړي. ډېرو شرکتونو د بيمو، امنيتي کمپنيو او د کرايي موټرو د کمپنيو په ګډون اعلان وکړ چې نور نه غواړي د وسلو له لابي سره يې يادونه وشي. د همکارۍ پروګرامونه به هم له دې وروسته بند شي.
د ميانمار د راخين ولايت مرکز کې درې بمونه چاودلي دي
د ميانمار د ناآرام ولايت راخين په مرکز کې درې بمونه چاودلي دي. د پوليسو يوه استازي ويلي چې دغه چاودنې د سيتوه په بېلابېلو ځايونو کې شوې دي. په حواله يې د حکومت د يوه استازي کور، دفترونه او يو سړک اغېز او زيانمن شوي دي. پوليسو د دغو څرګندونو په حواله درې نور بمونه هم کشف کړل چې چاودنه يې لا نه وه کړې. يو مامور ټپي شوي هم دی.