د نړئ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د نړئ مهم خبرونه له متن او انځور سره
هلمند ته د امریکايي ځانګړو ځواکونو تګ
ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ ۳۰۰ ځانګړي سرتیري د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د هلمند په ولایت کې ځای پر ځای شي. د هلمند ولایت د کوکنارو د کرکیلې له مرکزونو څخه ګڼل کیږي او تر ۲۰۱۴م کال پورې امریکايي سرتیري په دې ولایت کې تر ټولو له سختې جګړې سره مخ وو. په دې ولایت کې د کوکنارو له کرکیلې څخه یاغي او ترهګرې ډلې تمولیږي او د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد خپل جنګي ماشين پرې فعال ساتي.
انګلا مرکل د دوه ګوني تابعیت ننګه کوي
په ترکیه کې د اساسي قانون د بدلون تر ټولپوښتنې وروسته د دوه پاسپورت درلودلو مسله د آلمان د راتلونکو ټاکنو د کمپاین یو له مهمو موضوعګانو څخه ګرځیدلې. د آلمان صدراعظمې وویل چې پوښتنه باید دا وي چې موږ څنګه انسانان په چټکۍ سره زموږ د ژوند طرز، اساسي قانون او خپلو ارزښتونو ته متقاعد کړو. انګلا مرکل همدا راز ټینګار وکړ چې د راتلونکو ټاکنو په مبارزو کې به پر هغو موضوع ګانو بحث وشي چې خلکو ته مهمې دي.
په مانیلا کې د خیتځې آسیا د هیوادونو ناسته
د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د مشرانو دغه ناسته یا آسیان د دې سازمان د ۵۰ کلیزې په مناسبت جوړه شوې ده. د فلیپین ولسمشر به په دې ناسته کې له ګډونوالو وغواړي چې د نشيي توکو د قاچاق او د لمنځه وړولو په هکله جدي مبارزه وشي. د ونزویلا ولسمشر چې د دې ناستې یو له ګډونوالو څخه دی، وروسته له هغې چې د خپل هیواد د ولسمشرۍ واک یې ترلاسه کړ، د نشيي توکو د تولید او قاچاق پروړاندې یې جدي مبارزه وکړه.
د «بریګزیت» له پاره د اروپايي ټولنې سره کرښه
ټاکل شوې ده چې نن د شنبې په ورځ د لندن د استازو پرته د اروپايي ټولنې مشران په یوه ځانګړې ناسته کې له دې ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په هکله بحثونه وکړي. له بل پلوه، بحث کوونکي په پام کې لري چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتل دې د روان کال په جون میاشت کې پیل او د ۲۰۱۹م کال تر مارچ میاشتې پورې پای ته ورسیږي.
د شمالي کوریا لخوا د توغندي ناکامه ازموینه
په جنوبي کوریا کې پوځیانو ویلي دي چې د دوی ګاونډي هیواد په دې وروستیو کې یو ځل بیا د بالستیک توغندیو ازموینه کړې خو داسې احتمال لري چې دغه ازموینه ناکامه وه. د یونهاب په نامه یوه خبري آژانس خبر ورکړی چې له ویشتلو څخه څو شیبې وروسته توغندی چاودلی دی. د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ خبرداری ورکړی وو چې دغه ډول تحرکات کولای شي ستر کړکیچ رامنځ ته کړي.