د نن ورځې د فلمي ستورو پخوانۍ دندې
د نن ورځ هنري څیرې تر ډیره د خپلو فلمونو، سندرو او البمونو له لارې په ټوله نړۍ کې پیژندل کیږي، خو ډیر کم شمیر کسان د دغو نامتو ستورو د پخوانیو دندو په هکله معلومات لري. ځینې یې نرسان او ځینو یې د ښځو بوټونو خرڅ کړي.
نن ورځ د فلمي نړۍ ګڼ شمیر ستوري د دوی د فلمونو، سندرو او البومونو له لارې پیژندل کیږي. ډیر کم شمیر کسان په دې پوهیږي چې جورج کلوني (په انځور کې له خپلې میرمنې سره) مخکې له دې چې د سینما د جذاب نارینه په توګه وپیژندل شي، تر دې وړاندې یې د ښځو بوټونه پلورل.
سینما ته له ورتګ مخکې دمي مور ډیر شهرت نه درلود. پخوا به یې په لیدو خلک نه خوشالیدل او ان په ځینو مورادو کې به خلکو هغې او د هغې همکارانو ته دروازه هم نه پرانیستله. دمي مور د سینما نړۍ ته تر راتګ وړاندې، له پور وړونکو څخه د پورونو د راټولونې په یوه شرکت کې کار کاوه.
څلور ځله د اسکار نړیوالې جایزې ګټونکی او د اسکار جایزې له پاره لس ځله نوماند، درې ځله د ګولډن ګلوب جایزې ګټونکی او ۱۲ ځله یادې جایزې ته نوماند او د کن فلمي جایزې ګټونکی کلینت ایستود له شک پرته یو له ویاړلو سینمايي څیرو څخه شمیرل کیږي. سینما ته تر راتګ وړاندې، نوموړي د لامبو په حوضونو کې د ژغورنکي کس په توګه دنده ترسره کوله.
مخکې له دې چې مادونا په اوسنۍ مادونا بدله شي، هغې د لامبو په حوضونو کې ژغورونکې، په یوه رستورانت کې د ګارسونې او د پلې بوای پنت هاوس په نامه مجلو کې د موډلې په توګه کار کاوه.
آلماني هنري څیره دیانه کروګر چې د «تروا» او «لعنتي حرامزاده ګانو» په نامه فلمونو کې یې کار وکړ او په همدې فلمونو کې یې شهرت ترلاسه کړ، د هالیوډ سینما ته تر راتګ وړاندې یې له مړو سره کار وو او د مړو د دفن او کفن کولو په یوه شرکت کې کار کاوه.
د اسکار، ګولډن ګلوب، بفتا او له دوهمې ملکې الیزابت څخه د «سر» په نامه د اشرافي د لقب د نړیوالې جایزې تر ګټلو وړاندې انتوني هاپکینز پولاد د تولید په یوه شرکت کې د کاریګر په توګه دنده ترسره کوله.
د دې له پاره چې جنیفر لوپز د رقص او موسیقۍ د ټولګیو له پاره پیسې پیدا کړي، هغې د یوه وکیل په دفتر کې د منشي په توګه دنده ترسره کوله.
سینما ته تر راتګ وړاندې برد پیټ په رستورانت کې د ګارسونۍ سربیره د «El Pollo Loco» په نامه د جامو په یوه زنځیري شرکت کې د چرګ د جامو په اغوستو سره یاد شرکت ته بازار موندنه کوله.
کوینتین ترانتینو د فلمي ستوري، د نمایشونو د سکریپ د لیکونکي سربیره داسې یو غښتلی پروډیوسر دی چې د ۱۹۹۰م کال په لومړیو کې یې د سینما په نړۍ کې ګام کیښود. نوموړي خپل دغه هنر د تجربې او کار له لارې ترلاسه کړی او ځانګړي لوړ تحصیلات نه لري. ترانتینو د سکسي فلمونو په یوه ویډیو کلب کې دنده درلوده او خلک یې د فلمونو خونو ته رهنمايي کول.
ساندرا بولاک چې د خپلو لوړو زده کړو پای ته رسولو له پاره یې یوازې درې مضامین پاتې وو، د هنرونو نړۍ ته د آزموینو له پاره یې خپلې لوړې زده کړې ترک کړې او د ژوند د پرمخ بیولو له پاره یې په نیویارک ښار کې د همجنس بازانو په یوه هوټل کې د خدمت کوونکې په توګه کار کاوه. هغې بیا وروسته خپل تحصیل پای ته ورساوه او یوه له هغو ښځنیه ستورو څخه ده چې ډیرې پیسې ګټي.
مخکې له دې چې ماریا کري د خپل جادويي غږ په هکله خبره شي، هغې د سینګار په یوه شرکت کې سینګار کوونکې په توګه کار کاوه او تر دې وړاندې یې په یوه رستورانت کې هم دنده ترسره کړې ده.
هیو جکمن په مختلفو سترو فلمونو کې د رومامنتیک، یوه اتل، سندرغاړي، ډرامې، اکشن او کمیډي فلمونو کې د خپل نقش له کبله پیژندل کیږي. سینما ته تر راتګ مخکې نوموړي د بدني ښکلا یا باډي بیلډنګ په یوه کلب کې خلکو ته د خولو د پاکولو له پاره روی پاکونه ورکول. نوموړي تر خپل لومړني فلم وروسته بیا د بدن د ښکلا په سپورت پیل وکړ.
د ګرېمي د دریو جایزو ګټونکې پینک که هم د سینما نړۍ ته تر راتګ وړاندې په یوه رستورانت کې کار کاوه او تر یوې مودې وروسته یې د تیلو په یوه ټانک کې بیا دنده پیل کړه.
پیرس برازنان هم مخکې له دې چې سینما ته مخه کړي او د جیمز باند په نقش کې په فلمونو کې را څرګند شي، د تبلیغاتود ګرافیک په برخه کې یې فعالیت درلود.
بت میدلر تر اوسه پورې د موسیقۍ ۱۴ البومونه خپاره کړي او تر اوسه پورې دوه ځله د اوسکار جایزې ته نومانده شوي او د دې ترڅنګ یې درې ځله د ګرېمي نړیواله جایزه هم ګټلې ده. نوموړې د خپل تحصیل پرمهال د انناسو د بسته بندي په یوه شرکت کې کار کاوه. (په انځور کې په ښي لوري کې بت میدلر لیدل کیږي.)
تینا ترنر مخکې له دې چې د خپل جادويي آواز له کبله نړیوال شهرت ترلاسه کړي، هغې په یوه زیږنتون کې د یوې پالونکي یا نرسې په توګه دنده درلوده.