1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرتونو له کبله د آلمان نفوس په بې ساري ډول زیات سوی

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

پرته له مهاجرتونو به د آلمان نفوس کم سوی وای. خو د مهاجرتونو د لوړ شمیر په نتیجه کې ددغه هیواد د نفوسو شمیر هم ۸۴ اشاریه ۴ میلیونو ته لوړ سوی دی.

https://p.dw.com/p/4SpoK
Deutschland | München Fußgängerzone
د جرمني د مونشن په ښار کی د خلکو گڼه گوڼهانځور: Wolfgang Maria Weber/IMAGO

د جرمني نفوس هیڅکله دومره ډیر نه وو. ددغه هیواد نفوس په ۲۰۲۲ م کال کې یو اشاریه ۳ سلنه او یا هم یو اشاریه یو میلیون اضافه شوی. دغه خبر په ویسبادن کې د آلمان د احصاییې دفتر ورکړی دی. د دغه دفتر په حواله د ۲۰۲۲ کال تر پایه په آلمان کې پوره ۸۴ اشاریه ۴ میلیونو انسانانو ژوند کاوه.

ملگري ملتونه: په نړۍ کي د مهاجرو شمېر خپل اوج ته رسیدلی

د احصایو له مخې په ښکاره ډول دغه ډول لوړوالی له ډیرو مهاجرتونو سره تړاو لري. د نوموړي ادارې په حواله په ۲۰۲۲ م کال کې له بیلابیلو هیوادونو څخه له یو اشاریه ۵ میلیونو څخه ډیر انسانان آلمان ته راغلي دي. دغه رقم د ۲۰۲۱ کال په پرتله څه د پاسه څلور چنده زیاتوالی ښيي. زیاتره دغه کسان له اوکراین څخه دي.

په جرمني کې له ۱۲ میلیونو څخه اضافه بهرني اتباع اوسیږي

په جرمني کې د ۲۰۲۲ م کال په پای کې شاوخوا ۷۲ میلیونه آلمانانو او ۱۲ اشاریه ۳ میلیونه خارجي اتباعو ژوند کړی دی. د یو اشاریه ۳۴ میلیونو کسانو په لرلو سره تُرکي اتباع تر ټولو ډیر وو. تر هغه وروسته اوکرایني اتباع دي چې شمیر یې یو اشاریه ۵ میلیونو ته رسیده او سوریایان چې شمیر یې ۸۸۳ زرو ته رسیږي. د نوموړي کال د پیل او پای ترمنځ له جګړو څخه راتښتیدلو اوکرایینانو شمیر شپږ برابره سوی وو.

Ankommende Fluechtlinge aus der Ukraine am Hauptbahnhof in Berlin
په برلین کی له اوکراین څخه تازه راغلي مهاجرانځور: Jens Krick/Flashpic/dpa/picture alliance

د جرمني د ټول نفوس د خارجیانو برخه له ۱۳ اشاریه یو سلنې څخه ۱۴ اشاریه ۶ ته پورته سوې ده. په داسي حال کې چې د آلماني اتباعو شمیر صفر اشاریه ۴ سلنی ته راکم سوی، د بهرنیو اتباعو شمیر بیا په ښکاره ډول زیات سوی دی. یو بل بدلون بیا دادی چې په ۲۰۲۲ م کال کې په آلمان کې یو وار بیا د نوو زیږیدونکو ماشومانو په پرتله ډیری انسانان مړه سوي دي. په مجموعي ډول د نوي زیږون په پرتله د مړیني  ۳۲۷ زره پیښي رامنځته سوي دي. په ۲۰۲۱ کال کی لا د مړینو شمیر۲۲۸ زره وو.

GP/BS/DW.Online