د مرگ سزا د خلاصون له پاره پر قتل اعتراف
۱۳۹۲ خرداد ۹, پنجشنبهد امریکايي سرتيري رابرت بيلز وکيل د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۲۹) وويل چي بيلز به په محکمه کي پر خپل ځان باندې لګیدلي تورونه ومني خو د دې په مقابل کې غواړي چې ورته د مرګ سزا ور نه کړل سي.
رابرت بیلز د ۲۰۱۲ کال په مارچ مياشت کي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات کلي کي د شپې له خوا له خپلي پوځي اډې څخه ووت او په دوو کليو کي ئې ۱۶ تنه ملکي وگړي چي ډيری ئې ښځي او کوچنيان ول د خوب پر مهال ووژل.
وکيل جان براون وويل، چي بيلز به د جون مياشتي پر پنځمه نېټه پر خپل جرم باندي اعتراف وکړي. براون زياته کړه: «موږ نن د امریکا له پوځ سره دې موافقې ته ورسېدو چي په هغه صورت کي چي بيلز پر خپلو جرمنو باندي اعتراف وکړي د مرگ سزا به مطرح نه وي.»
هغه د بی بی سي تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي، چي «وروسته بيا د سپتمبر په مياشت کي پوځي محکمه رابلل کيږي چي آيا بيلز دي عفو سي که نه».
د دې پوښتني په جواب کي چي بيلز پر دغو کړنو پښېمانه دئ که نه، بروان وويل: «سل په سلو کي، زه فکر کوم چي دغه مسئله به د محکمې په جریان کي روښانه سي. هغه په دې اړه چي نور د مرگ سزا مطرح نه ده خاطر ئې ډير ارام سوی دئ».
خو دغه پريکړه کيدای سي د هغو کسانو د خښم سبب وگرځي چی د کورنۍ غړي ئې وژل سوي دي او د بيلز د محکمې غوښتنه کوي.
په نومبر مياشت کي تر يوې استعماعيې وروسته د بيلز د کورنۍ غړو په داسي حال کي چي پر هغه باندي د ۱۶ تنو د وژلو، مخدره موادو د استعمال او د قتل د تلاښونو تورونه لگول سوي دي، پردې باندي ټينگار کاوه، چي تر هغه وخته چي گناه ئې نه وي ثابته سوې بيلز بې گناه دئ. هغوی هغه «شريف او شجاع» باله.
وکیل جان براون ويلي دي چي د بيلز محکمه به د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کي د Joint Base Lewis-McChord په پوځي کمپ کي ترسره سي. بيلز اوس په همدې کمپ کې بندي دئ.