1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فضاي ځواکونو جوړول؛ «د نوو جګړو ميدان»

۱۳۹۸ دی ۱, یکشنبه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ غواړي د خپلواکه فضايي ځواکونو په جوړيدو سره پر خپله يوه تر ټولو مهمه پروژه عمل وکړي. ترمپ د ۲۰۲۰م کال پوځې بوديجې د امضا کولو پر وخت وويل چې د «دغو ځواکونو په جوړيدو به ډيرې پيښې» رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/3VEfK
Boeing Starliner Boeing  Cape Canaveral Air Force Station
انځور: picture-alliance/newscom

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې ورځې په ماښام پر ځايي وخت په فضا کې د «فضايي ځواکونو» د جوړيدو په اړه خپل تصمیم اعلان کړ. هغه د دغو فضايي ځواکونو د معرفي کولو پر وخت وويل چې دد «دغو ځواکونو په جوړيدو به ډيرې پيښې» رامنځ ته شي.

د ترمپ په خبره، د دغو ځواکونو په جوړیدو سره به «فضا د جګړې يو نوی نمايش» وګرځي، چې هغه وخت به «ډيرې زياتې پيښې رامنځ ته شي.»

USA Präsident Donald Trump
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ونالد ترمپانځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

دونالد ترمپ د امريکايي پوځيانو په حضور کې د دغو ځواکونو جوړول، «يو ستر اقدام» وښود. د امريکا دفاع وزير مايک سپر هم په دغې غونډه کې حضور درلود. هغه وويل: «د دغو «فضايي ځواکونو» دنده به پر فضا باندې د امريکا متحده ايالاتو تسلط دی. سپر په دې اړه زياته کړه: «زموږ فضاي خوندي وړتياوې او قابلیتونه په ډيره بيسارې توګه پراخوالی موندلی دی.»

 په پام کې ده د امريکا متحده ايالتونو دغه فضايي ځواکونه د دغه هيواد د هوايي ځواکونو سره يو ځای شي او په دې ترتيب د امريکا متحده ايالتونو پر وړاندې احتمالي ګواښونو له هوا څخه دفع کړي. د بيلګې په توګه د امريکا متحده ايالتونو پر سټلايټونو باندې به احتمالې بريدونه خنثی کوي.

په اوسنۍ نړۍ کې فضا په دفاعي چارو او د عصرې جګړې په ډګر له يو خاص اهميت څخه برخمنه ده. ناټو هم په روان ميلادي کال فضا د پوځي ماموريتونو د يوې خپلواکې سيمې په توګه اعلان کړه. دغه راز د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون هم د ۲۰۱۹م کال په جولای مياشت د يوې فضايي کومانډو له جوړېدو څخه خبر ورکړ.