"د عطيه د وژل کيدو په اړه هيڅ شواهد نه سته"
۱۳۹۰ شهریور ۶, یکشنبهد پاکستان د استخباراتو دوو تنو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط د يکشنبې په ورځ ويلي، چي حتي د عبدالرحمن د وروستي اوسيدو د ځای په اړه هيڅ ډول معلومات نه سته.
تر دې مخکي يو شمېر امريکايي رسنيو د شنبې په ورځ د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چي عطيه عبدالرحمان د اگست د مياشتي پر ۲۲ نېته د پاکستان په قبائيلي سمه کي د بې پيلوټه الوتکي په يو بريد کي وژل سوی.
د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونه ډيری وخت په هغه هيواد کي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د قربانيو په اړه راپور نه ورکوي.
اسلام اباد په رسمي ډول د بې پيلوټه الوتکو دغه برید ردوي او وايي چي داسي کوم څه نه دي سوي.
دا په داسي حال کي ده چي مخکي تر دې يو شمېر رسنيو د پاکستاني چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړل چي وايي د اگست پر ۲۲ په شمالي وزيرستان کي پر يو موټر باندي بې پيلوټه الوتکو بريد کړی او څلور تنه وسله وال پکښي وژل سوي.
که دغه ادعا سمه وي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته به د عبدالرحمن په وژلو دغه شبکه سخت گوزار وخوري.
د امریکايي د متحده ايالاتو حکومت د معلوماتو له مخه عبدالرحمن په ځوانی کي د بن لادن سره خپله همکاري پيل کړې ول. د امريکايي چارواکو په خبره هغه شاوخوا څلويښت کاله عمر درلودی.
د بن لادن تر وژل کيدو وروسته د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري وټاکل سو چي عبدالرحمن يې مرستيال بلل کيدی.
نيورياک ټايمز د امريکايي چارواکو په احواله ليکي، چي د اسامه بن لادن د کور څخه تر لاسه سوي اسناد ښيي چي په وروستيو کي د اسامه او عبدالرحمين اړيکي ډيري نژدې سوي او او دواړه به تل سره په تماس کي ول.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکیم