د شمالي کوریا پر دولتي شرکتونو بندیزونه وضعه کیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د یوه راکټ د ازمویلو پر وړاندې غبرگون ښودلی دئ او هڅه ئې وکړه چې په دغه هیواد کې د درو دولتي شرکتونو پر ضد تعزیرات وضعه کړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سفیرې سوسن رایس، وویل چې په دغه شورا کې د شمالي کوریا له پاره ځانگړې کميټه باید له ټولو هیوادونو څخه وغواړی چې د هغو درو شرکتونو سرمایه کنګلې کړي چی د دغه راکټ په جوړولو کې ئې برخه اخیستې وه.