د شمالي کوريا پوځي تمرينونه او په دغه ټاپو وزمه کي کړکېچ
امريکا په جنوبي کوريا کي دفاعي سيستم نصبوي. په عين حال کي د کوريا په اوبو کي د امريکا د اټومي اوبتل د ځای پر ځای کولو خبره کيږه. شمالي کوريا بيا خپل پوځي قدرت نندارې ته وړاندي کړی.
امريکا په جنوبي کوريا کي د «تاد» په نوم توغنديو دفاعي سيستم نصبول پيل کړل. دغه اقدام نه يوازي د سولي د پلويانو له غبرگون سره مخامخ سوی، بلکي روسيې او چين هم غبرگون ښوولی دی.
په دې انځور کي د توغنديو دفاعي سيستم آزموينه ښوول کيږي. د دغي آزمويني ځای او وخت روښانه سوی نه دی.
شمالي کوريا په تيرو اوونيو کي د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي او پوځ د تاسيس په وياړ ستر پوځي پريډونه وښوول او پوځي تمرينونه پيل کړي دي. دغو هڅو ته د شمالي کوريا د پوځي قدرت ښوولو په سترگه کتل کيږي.
د شمالي کوريا د پوځ له جوړښته ۸۵کاله تيريږي. دوی دغه ورځ په پوځي پرېډونو ولمانځله. جنوبي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو بيا گډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
د پوځ د تاسيس په ورځ د کيم ايل سونگ او کيم يونگ ايل مجسمو ته پوځي پرېډ.
د شمالي کوريا ښځي په دغه شان ورځو کي ميدان ته راوځي او ژاړي. دا ځل دوی د شمالي کوريا د بنسټ ايښوونکي کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ راوتلي او ژاړي.
د شمالي کوريا د تاسيس ورځ.
د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ پوځي پرېډ.
شمالي کوريا گواښ کړی دی چي د توغنديو آزموينو ته به دوام ورکړي. امريکا ويلي دي چي د صبر کاسه ئې نوره ډکه سوې ده او روسيې په کوريا ټاپو وزمه کي د کړکېچ له ډېرښت څخه خبرداری ورکړی دی.
د شمالي کوريا د توغنديو نوي آزامويني يو روښانه پيام لاره، هغه دا چي د دغه هیواد رهبران په لوی لاس غواړي چي کړکېچ ته لمن ووهي.
د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ د ښځو پوځيانو پرېډ.
د دغه پرېډ يوه بله برخه.
د شمالي کوريا د دولت او پوځ پيام يو دی. دوی دواړه د خپلو رهبرانو فرمانونو ته غاړه ږدي.
د کيم ايل سونگ د زېږېدو ورځ ئې د «لمر ورځ» نومولې ده. د هغه د زېږېدو په ورځ پوځ اسمان ته گوري.
د کيم ايل سونگ د زېږېدو په ورځ شمالي کوريا بيا د توغنديو آزموينه وکړه. دې ته امريکا غبرگون وښود او دغه ټاپو وزمه ته ئې الوتکي وړونکي بېړۍ ولېږلې. شمالي کوريا به د خپل پوځي قدرت د ښوولو له پاره پوځي تمرينونه پيل کړل.
معمولاً له شمالي کوريا څخه ډېر لږ انځورونه رسنيو ته رسيږي. خو کله چي د توغنديو ازموينه، پوځي تمرينونه يا د پوځ قدرت نندارې ته وړاندي کوي رسنيو ته ئې انځورونه په اختيار کي ورکوي څو خپل ځواک گاونډیانو ته وښيي.