د شمالي کوريا سرحدي ځواک جگړې ته اماده سوی
۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعهد شمالي کوريا د دولتي آژانس «KCNA» د راپور له مخي د دغه هيواد لارښود کيم جونگ اون، پوځ ته لارښوونه کړې ده چي سرحدي ساتونکي بايد «په بشپړه توگه يو ناببره جنگ ته تيار وي.»
دغه پريکړه د کيم په مشرتوب پوځي کمېسيون په يوه ځانگړې پوځي غونډه کي کړې ده.
په سرحد کي شخړه
د پنجشنبې په ورځ د دواړو کورياو په سرحد کي د توپونو نښتي سوي. په سيول کي د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي له هغه وروسته چي د شمالي کوريا له خوا يو توغندی ور وتوغول سو، دوی هم پر شمالي اړخ توغندي توغولي دي.
تر دې دمخه د جنوبي کوريا خبري آژانس «يونهاپ» د لويو پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی وو چي شمالي کوریا په سرحد کي د جنوبي کوريا يو پوځي غونډ بمبار کړی دئ.
جنوبي کوريا پر شمالي کوريا تور لگولی چي د سرحد په غير پوځي سيمي کي ئې ماينونه ښخ کړي او دو دوی دوه عسکر ئې ټپيان کړي دي.
امريکا متحدو ايالاتو د شمالي کوريا پر دغو کړنو نيوکي کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي دي چي «دغه شان لمسونکي کړني يوازي او يوازي وضعيت خرابوي.»
د دغه وزارت يوه وياند ويلي دي «موږ په دې اړه اندېښمن يو». شمالي کوريا بايد خپل لمسونکي اقدامات بند کړي.