د سګریټ په پریښودو په بدن کې څه پیښیږي؟
د هر سګرټ په څکولو سره د سګرټ څکوونکي بدن ته ۲۰۰ ډوله زهري مواد داخلیږي. دا زهرجن مواد د انسان د بدن د داخلي ارګانونو له پاره خورا خطرناک دي.
۲۰ دقیقې پرته له سګریټه
۲۰ دقیقې وروسته له وروستي سګریټ د وینې فشار او د زړه ضربان بیرته عادي حالت ته راځي. په سګرټو کې نیکوتین د سمپاتیک اعصاب هڅوي. دا اعصاب د زړه ضربان او د وینې فشار لوړوي، بدن هڅوي او تیښتې ته یې چمتو کوي.
۱۲ ساعته پرته له سګریټ
د ۱۲ ساعتونو له پاره د سګریټ نه څکول، د وینې کاربن مونو اکساید نورمال ته راټیټیږي. برعکس، د وینې اکسیجن لوړیږي. کاربن مونو اکساید د سګرټ لوګي یوه برخه ده چې د وینې جریان ته ننوځي او د وینې حجرو له خوا د اکسیجن جذب مخه نیسي.
دوه ورځې پرته له سګریټ
دوې ورځې وروسته له وروستي سګریټ، د خوند او بوی حس وړتیا ښه کیږي، ځکه د سګریټ لوګي دا دوه حواس اغیزمنوي.
درې ورځې پرته له سګریټ
د وروستي سګریټ څخه درې ورځې وروسته، سږي آرام کوي او تنفس اسانه کیږي. نیکوتین نور په بدن کې نه وي، نو د سګریټ څکولو نخښې نښانې شدیدې کیږي. په دې نخښو کې د سر درد، د زړه بدوالی، یا د عضلاتو درد شامل دی. د اشتها ناڅاپي زیاتوالی، خپګان او ویره د سګریټ نه څکولو نورې نښې دي.
څو میاشتې وروسته له سګریټ نه څکول
له وروستي سګریټ څو میاشتې وروسته د وینې جریان ښه کیږي. د اکسیجن جذبولو له پاره د سږو ظرفیت تر ۳۰ سلنه پورې لوړیږي. وچ ټوخی کمیږي.
یوکال، لس کاله او پينځلس کاله پرته له سګریټ څکلو
له سګریټ څکولو څخه یو کال وروسته، د زړه د ناروغۍ خطر تر ۵۰ سلنه کمیږي. لس کاله وروسته، هغوئ چې سګریټ پریښي د سږو د سرطان له امله یې د مړینې احتمال ۵۰ سلنه کم دی. د ۱۵ کلونو وروسته، وروسته له سیګریټ پریښودو د یوه کس د زړه د ناروغۍ احتمال هغه کس سره د پرتلې دی چې ټول عمر یې سیګریټ نه وي څکلی.