نوی مستند؛ فوزيه کوفي وايي موږ حذف شوي يو
۱۴۰۳ اردیبهشت ۹, یکشنبهد رویا سادات په ډایرګټرۍ جوړ دغه فلم پر ېوې ډاروونکې صحنې پېليږي: د افغانستان پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله، فوزيه کوفي ښودل کیږي چې له ېوې قاتلانه حملې ژوندې وتلې د یوه روغتون پر چپرکت تر درملنې لاندې ده.
د «The Sharp Edge of Peace» په نوم دغه مستند د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۷مه) د کاناډا د مستندو فلمونو فیستیوال، هات ډاکس، له لورې اکران کېده چې بیا به د می تر ۵مې ښودل کيږي.
پر مېرمن کوفي دغه وسلواله حمله د ۲۰۲۲م کال په اګست کې هغه مهال شوې وه چې له خپلې لور سره کابل ته پر لار وه. هغه مهال ناپېژاندو وسلوالو د هغې پر حامل موټر ډزې کوي.
کوفي په دغه مستند کې وايي: «هغوی فکر وکړ چې زه په سر ولګېدم او مړه شوم.»
د رویا سادات پر ډايرکټرۍ په دغه ۹۵ دقيقې فلم کې د افغان مخکښو ښځو زړورتیا ښودل کیږي چې هغوی د ۲۰۲۱م اګست کې راورسته چې د ښځو آزادۍ او حقونه په شدیده توګه محدود شوي، څنګه د بدلون له پاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
مېرمن صادات رويټر ته وويل: «دا یوه تراژيدي ده، خو په عین حال کې تاسو د ښځو ځواک او د دغه هېواد ښکلا ګورۍ
کله چې ښځې په کې برخه اخلي.»
د کوفي اراده تر حملې وروسته هم ثابته پاتې شوه، که څه هم دا پرې لومړۍ حمله نه وه.
دغه مستند، د هغو افغان ښځو نظرونه تر پوښښ لاندې راوستي چې د قطر په دوحه کې طالبانو سره د سولې مذاکراتو په جریان کې د افغانستان د مرکچي پلاوي په ترکيب کې شاملې وې. فوزيه کوفي د دغه مرکچي پلاوي په ترکيب کې له نور مطرح افغان مېرمنې فاطمه ګیلاني، حبيبه سرابي او شریفه زرمتي سره یوه مطرح څېره وه.
مېرمن کوفي یو ځل آن د مذاکراتو پر ميز دا ارزونه کړې وه چې طالبان وار د مخه ځانونو ته د ګټونکو په توګه ګوري.
هغه په يوه مرکه کې وايي: «کله چې ولسمشر بایدن قدرت ته ورسېد، اعلان ېې وکړ چې خپل ځواکونه پرته له کوم قيد او شرطه له افغانستانه وباسي چې دې اقدام د طالبانو مورال ته قوت وروباښه.»
امریکا په قطر کې له طالبانو سره تړون د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ ادارې کړی وو، په همدې دليل د بایدن اداره د امريکايي قواوو په وتلو کې د ګډوډۍ پړه، تل د ترمپ پر ادارې وراچولې ده.
«موږ د حذفېدو په حال کې يو»
مېرمن کوفي اوس په جلاوطنۍ کې ده او له بریتانیا د ملګرو ملتونو سازمان او اروپايي اتحاديې په څېر نړېوالو بنسټونو سره په تعامل کې ده. هغه په دې هڅه کې ده چې د دغو بنسټونو په مرسته د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښځو سره ناوړه وضعیت تشخیص کړي.
هغه وايي: «دا دردناکه ده، اکثره دغه هېوادونه فکر کوی چې موږ باید پر طالبانو نفوذ ولرو او نظرونو ته ېې بدلون ورکړو. طالبان له کله نه چې بیا واکمن شوي، تر اوسه ېې هېڅ تغییر نه دی کړی.
فوزيه کوفي د بدلون له پاره د افغان ښځو ټولنه ایجاد کړې. هغه غواړي په افغانستان کې د ښځو سره ناوړه چلند په نړيواله توګه د جنسيتي اپارتاید په توګه ومنل شي.
فاطمه ګیلاني رويټرز ته وويل چې مرکچې پلاوي هېڅ کله دا نه غوښتل چې د امریکا يا ناټو ځواکونه دې د تل له پاره په افغانستان کې پاته وي، خو تمه ېې درلوده چې اخراج آرام او د یو سیاسي جوړجاړي له مخې وشي.
د فلم په پای کې د افغان مرکچي پلاوې بله غړې حبيبه سرابي وايي: «ځېنې غربیان په دې باور دي چې یوازې دوی افغان ښځو ته آزادي ورکړې وه، کومې چې په خپله هېڅ هم نشې کولی، خو قضیه داسې نه ده.» سرابي زیاتوي: «افغان مېرمنې په اسانۍ تر دې ځایه نه دي رسيدلي، بلکې ډېر زغمونه ېې ګاللي او مبارزې ېې کړي دي.»