سياستاوکرایین
د روسیې د یوې پوځي الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي
۱۴۰۱ مهر ۲۶, سهشنبهاعلان
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د دغې الوتکې پیلوټان ژغورل شوي دي.
د اوکراين په يوسک ښار کې د ازوف سمندر ته څېرمه د روسيې د يوې پوځي الوتکې د لوېدو په نتيجه کې ديارلس تنه مړه او ١٩ نور ټپيان شول. د روسیي خبري اژانسونو د سې شنبې په ورځ د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارت له خوا د ورکول شوې راپور له مخې لیکي چې په وژل شویو کې درې ماشومان هم شامل دي.
دا مهال د قربانیانو د موندلو لپاره د لټون عملیات پای ته رسېدلي دي. تر دې مخکې روسي چارواکو په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږ تنه اعلان کړی و.
د روسیې خبري اژانسونو د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارت له قوله ویلي، چې وروسته بیا دغه اور د استوګنې یوې ودانۍ ته خپور شوی.