د روسيې په پوځي هوايي اډه کي چاودنه شوې
۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبهاعلان
د دوشنبې په شپه د اوکراين په څو سوه کيلومترۍ کې د روسيې په سراتوف سيمه کې په يوه پوځي هوايي اډه انګلس کې چاودنه شوې ده. د سیمې والي، رومن بسارکین، ويلي دي چې اوسیدونکو ته «بلکل کوم ګواښ» نشته او ملکي زیربنایي تاسیسات نه دي زیانمن شوي. دغه اډه د روسیې د ستراتیژیکو اتومي ځواکونو د دوو هوايي اډو څخه يوه ده. د روسیې خبري آژانسونو ویلي دي چې په پیښه کې درې کسان وژل شوي دي. د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه ويشتل شوی ده.