د جنوبي اروپا د ګرمۍ څپې
جنوبي اروپا د «لوسیفر» په نامه د ګرمۍ له یوې څپې سره مخامخ ده چې له امله یې د تودوخې درجه له ۴۰ درجو هم لوړه شوې. د دې ګرمو څپو له امله ځنګلونو اور اخیستی، هوا ډیره توده شوې او زراعتي حاصلات هم خراب شوي دي.
د فوټبال مینه وال د ګرمۍ احساس کوي
په اروپا کې د «یوفا» په نامه د فوټپال د سیالیو په لړ کې د ریال مادرید او منچستر یونایتید لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي، خو مینه والو بیا له اوبو سره ځان بسیا کړی دی. دلته د تودوخې درجه ۳۸ درجو ته رسیدلې. چارواکي روغتیايی خبرداري ورکوي او له خلکو غواړي چې ماشومان او د ډیر عمر لرونکي خلک دې غرمه مهال له کورونو نه وځي.
په هسپانیا کې د سیورې په لټه کې
د هسپانیا د پالمان دو مالورکا په نامه د لویې کلیسا مخې ته سیلانیان د سیورې په لټه کې دي. ګرمې هوا د هغوی د سیاحت پلانونه خراب کړي او له بیلابیلو سیمو راغلي کسان د هسپانیا د لیدو پر ځای، د ونو سیورې لټوي.
ګرمې شپې
ان د شپې په ورستی برخه یعنې سهار مهال، د مالورکا په مرکز کې هوا نه سړیږي. دغه انځور چې خالي ښکاري، د تودوخې د ډیریدو ښکارندويي کوي.
د یخې هوا په لټه کې
د فرانسې په نیس ښار کې د اګست میاشتې په لومړیو کې تودوخه او ګرمې نوي اوج ته رسیدلې. ماشومان لیدل کیږي چې د اوبو له فوارو سره لوبې کوي او په دې توګه له ګرمۍ څخه یخو اوبو ته پناه وړي.
د حل لار، لامبو
هر چېرته چې د اوبو ډنډ لیدل کیږي، خلک غواړي پکې ولامبي. د هنګري په پلازمینه بوداپست کې ان سپینږیري له ګرمۍ څخه د تیښتې له پاره د اوبو حوضونو ته تللي دي.
رومانیا او د اګست ګرمه میاشت
ایټالیا او بالکان د ګرمۍ له دې څپو ډیر اغیزمن شوي دي. د رومانیا په ځینو سیمو کې ګرمې هوا د ځايي اوسیدونکو حال خراب کړی دی.
«لوسیفر» د تودوخې درجه ډیره لوړه کړې
په مونتینیګرو کې د دې ځای د تودوخې درجه ۴۷ ته هغه وخت رسیدلې چې د «لوسیفر» په نامه د ګرمۍ څپې دې هیواد ته رسیدلې. چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په سیورې کې اوسي او ډیرې اوبه او مایعات واخلي.
د چترۍ خاوندان په مزو کې دي
تیره اوونۍ د واتیکان د سنت پیتر په میدان کې سیلانیانو د چتریو په مرسته ځانونه د لمر له تودو څپو ساتل. د دې هیواد په ځینو برخو کې د ډیرې ګرمۍ له امله اورونه بل شوي. په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه ان ۴۰ سانتې ګريد ته لوړه شوې.