د توپخانې په برخه کي د افغان ځواکونو د روزني بهير
د توپخانې په برخه کي د ملي اردو سرتیرو او افسرانو د روزني بهير. دوی ته د ناټو د پريکړه ملاتړ ماموريت په چوکاټ کي روزنه ورکول کیږي. په هرات کي د دغه بهير يوه څنډه په انځورونو کي.
افغان چارواکي وایي چې د ملي اردو ۲۱ تنو غړو یوه میاشت په هرات کې د ناټو د پریکړند ملاتړ ماموریت په مقر کې د «ډي سي» توپونو د انداخت زده کړې کړي دي.
هغوی به په ټول افغانستان کي په عملياتو کي د برخه اخيستو جوگه وي.
ويل کيږي چي د افغان ځواکونو توبچي برخه اوس تر پخوان پياوړې شوې ده.
د پريکړنده ملاتړ ماموريت يوه برخه د افغان امنيتي ځواکونو روزل دي.
افغان امنیتي ځواکونه په روانه جګړه کې د درنو وسلو کارونه د خپلو مخالفینو د ځپلو له پاره ډیره ارزښتناکه بولي.
په عین حال کې افغان ځواکونه د درنو وسلو له کمښته سر ټکوي.
نړيوال ځواکونه کوښښ کوي چي افغان انيتي ځواکونه په هره برخه کي و روزي.
د افغانستان د لویدیځو ولایتونو په ډله کې په وروستیو وختونو کې بادغیس او فراه ولایتونه د نورو په پرته د ډیرو امنیتي پیښو شاهدان دي.
افغان امنيتي ځواکونه د تمرين پرمهال.
د افغان چارواکو په خبره د ملي اردو ځواکونو وړتيا ورځ تر بلي مخ پر زياتېدو ده.