1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې علویان په رسمیت د پيژندل کيدو حق غواړي

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د لسیزو راهیسي علویان په ترکیه کي د خپلي مذهبي لاري د رسمیت پيژندلو کوښښ کوي. خو تر اوسه پوري د محکمې د یوې فیصلې پراساس دولت دغه غوښتنه په پام کي نه نیسي او د هغوی مالي ملاتړ هم نه کوي.

https://p.dw.com/p/3Ws5N
Türkei Religion Alewiten in Istanbul Atatürk Porträt
انځور: AP

د ترکیې د ۸۱،۸۰ میلیونه نفوسو د جملې څخه ۱۴ میلیونه یې علویان تشکیلوي، چي د کلونو راهیسي د خپلو حقوقو د په رسمیت پیژندلو او ورسره د تبعیض پرضد مبارزه کوي. د مکتب په کتابونو کي د علویانو نوې تشریح  او د دولت له خوا د هغوی د عقیدې په رسمیت پيژندل غواړي.  خو تر اوسه پوري دولت د هغوی مساجد په رسمیت نه پيژني، ځکه چي په خبره یې علویت یوه عقیده نه، بلکی یوه کلتوري ټولنه ده.

خو بیا په تکرار سره وکیلان کوښښ کوي، چي د یوې مذهبې فرقې په حیث د علویانو د په رسمیت پيژندلو خبره بیرته راپورته کړي. د ترکیې د ازمیر په ښار کي اوس د یوه لوی اپوزیسوني، جمهوري غوښتونکي  ولسي حزب(CHP ) په ابتکار ښاروالۍ د رایو په اتفاق سره فیصله وکړه، چي د هغوی د یوه نوي مسجد د جوړیدو پلان د یوې مذهبي عبادتځای په حیث معامله سي او نه لکه تر اوسه پوري د یوه کلتوري مرکز د یوه پلان په حیث. دغه ډول عین کوښښ د استنابول ښاروال، اِکرام اماموغلو هم وکړ، خو د هغه دغه نیت بیا د استانبول په ولایتي شورأ کي د ناکامۍ سره مخامخ سو، ځکه چي هلته د اوردوغان حکومتي گوند(AKP ) او د هغه متحد ترکي نشنلسټي حزب(MHP ) اکثریت درلود او پرضد یې رايي ورکړې.

Alevitisches Gebetshaus in Istanbul (Bezirk Besiktas)
انځور: DW/E. Karaman

د استانبول د حکومتي گوند د ولایتي شورأ رییس، محمیت توفیق په دې ارتباط وویل، دا چي د علویانو د جلسو او کلتوري مسایلو دایرولو مرکزونه دي د مذهبي مرکزونو په حیث په رسمیت وپيژندل سي او یا نه، دا د الهاهیاتو او دیني مسایلو د عالمانو وظیفه ده.

خو بیا د علویانو د فدراسیون او علماوو د فعالینو مشر، هوزین گویڅل گویل وايي، چي د ترکیې دولت د بشر د حقوقو لپاره د اروپا د محکمې تصمیم په پام کي نه نیسي. د ترکیې اداري او د عامه نظم عالي محکمې  بیا هم پردې باندي ټینگي دي، چي علویان دي د یوې مذهبي فرقې په حیث په رسمیت ونه پيژندل سي.

Hüseyin Güzelgül
د علویانو د فدراسیون او علماوو د فعالینو مشر، هوزین گویڅل گویلانځور: Senada Sokollu

نوري مذهبي فرقې د دولت مالي ملاتړ لري

په داسي حال کي ،چي نوري مذهبي فرقې د دولت څخه مالي ملاتړ تر لاسه کوي، بیا د علویانو ټوله غړي مجبوره دي، خپل مصارف پخپله پوره کړي، حتی د خپل مسجد د برق او اوبو پیسې هم ورکړي. داځکه چي هغوی د دولت له خوا د یوې مذهبي فرقې په حیث نه، بلکه د یوې کلتوري ټولني په حیث په رسمیت پيژندل کیږي.