د ترکیې او یونان ترمنځ پر پوله مهاجرو هجوم وروړی
۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبهد خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې شا او خوا ۵۰۰ مهاجرو او پناه غوښتونکو چې زیاتره یې ځوانان ول د سه شنبې په شپه هڅه کړې چې د یونان لور ته سرحدي کټارې خرابې کړي. د یونان دولتي تلویزون خبر ورکړی دی چې په دې ترڅ کې د یوناني پولیسو او اروپایي اتحاديې د پوله ساتي آژانس فرونتکس د مامورینو پر لور د ترکیې له لوري اوښکن ګاز او تیږې غورځول شوي دي.
د خبري اژانسونو د رپوټونو له مخې یوناني مامورینو له اوښکن ګاز څخه کار اخيستی څو سخت دود مهاجر بیرته د ترکیې لورې ته پر شا وتمبوي. همداشان یوناني پولیسو هم اوښکن ګاز کارولی دی.
ویل شوي دي چې دغه پيښو شا او خوا یونیم، دوه ساعته دوام وکړ. د عیني شاهدانو د وینا له مخې د سیمي پر وخت د چهارشنبې د سهار پر څلورو بجو مهاجر او پناه غوښتونکي د ترکیې لور ته په پاڅارکوله کې بیرته مؤقتي کمپ ته وروګرځیدل.
د یونان لور ته د کاستانیې سرحدي سیمې څخه خبریالانو رپوټ ورکړی دی چې له دې وروسته په سرحدي سیمه کې بیرته وضعیت آرام شوی دی.
له ترکیې سره د اروپایي اتحادیې د زیاتو مرستو ژمنه
د سه شنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د یوه ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې په ترکیه کې د میشتو سوریایي مهاجرو د پالنې له پاره د اروپایي اتحادیې د مرستو د زیاتولو یادونه وکړه.
په دغه ویډیویي کنفرانس کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د بريتانيا لومړي وزیر بورس جانسن هم برخه درلوده. میرکل وویل چې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په تړاو شوي تړون ته ژمنتیا شته.
په ۲۰۱۶م کال کې د رامنځ ته شوي دغه تړون له مخې، انقره باید د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې اقدامات وکړي. خو اردوغان پر اروپایي اتحادیې تور پورې کوي چې په ترکیه کې د ۳،۶ میلیونه سوریایي مهاجرو د پالنې له پاره ژمنه شوې شپږ میلیارده یورو نه دي ورکړل شوي.
ترکیې د فبرورۍ میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د اروپا پر لور یې پولې پرانیستي دي. تر دې وروسته په زرونو کسانو د اروپا پر لور حرکت وکړ، څو له ترکیې څخه یونان ته چې د اروپایي اتحادیې غړی دی ځانونه ورسوي. د اټکلونو له مخې شا او خوا ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي او مهاجر د یونان پولې ته څیرمه اړولي دي.
ust/as (dpa, ap)