د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد کي قهریدلي مهاجر
مخ پر وړاندي تېښته: په زرونو مهاجر د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد ته رسیدلي دي. تر دې مخکي د ترکیې ولسمشر اعلان کړی وو چي اروپايي ټولني ته به د مهاجرو د ورتگ مخه ونه نیسي.
له اغزنو کټارو څخه تیریدل امکان نه لري
پناه غوښتونکي د پولې د پرانیستلو په هیله ول، خو له اوښکي بهوونکي گاز او اغزنو کټارو سره مخامخ سول. د جمعې له ماښام راهیسي مخ پر زیاتیدونکي ډول مهاجرو د یونان او ترکیې ترمنځ پر پوله هجوم وروړی. زیاتره دغه کسان د کوچنیو بکسونو او ډیرو لږو شخصي شیانو سره پر لاره دي. دا په داسي حال کی ده چی هوا هم ډیره سړه ده.
د مهاجرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی
خو له یونان سره سرحد تړلی دی. د پاڅارکولې په سرحدي سیمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجر راټول سوي ول. زیاترو یې اور بل کړی وو، څو له یخنۍ ځان وساتي. د هغوی په منځ کې کورنۍ او کوچنیان هم شامل دي. د ترکیې د ولسمشر اردوغان په حواله د تیرې جمعې راهیسي ۱۸ زره مهاجر د اروپایی ټولنې پولې ته رسیدلي او ښایي د هغوی شمیر ۳۰ زرو ته ورسیږي.
ټوله ورځ له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستل کیږي
د یونان سرحد ته څیرمه د اوښکي بهوونکي گاز او مرچو سپرې تور لوگي ټوله سیمه نیولې ده او پر یوناني پولیس د ډبرو ګوزارونه کیږي. د شنبې په ورځ د مهاجرو او سرحدي پوستو ترمنځ آخ او ډب رامنځ ته شو. د عینی شاهدانو په حواله د ترکیی او یونان ترمنځ سرحد، یوې حائلی سیمه کی شاوخوا ۵۰۰ انسانان راټول سوي ول.
په یوروس کې د کښتۍ ماتیدل
یوې سوریایی مور او د هغې ماشوم هڅه کوله په یوې کښتۍ کې د یوروس په نامه سرحدي اوبو څخه تیر سي. مخکې له دې چې هغوی د یونان ساحل ته ورسیږي، کښتۍ یې له اوبو ډکه سوه. ژغورونکې عملې په یوه کوچني ټاپو کې هغوی دواړه وژغورل. یوازې هغوی نه دي چې له دا ډول برخلیک سره مخامخ سوي.
د اوبو له لارې یونان ته رسیدل
د کښتۍ په مرسته لا یونان ته رسیدل ممکن نه دي. یوناني ساحلي ساتونکو او سرحدي څارونکو د جمعې راهیسی د خپلو معلوماتو له مخې د شاوخوا ۴۰۰۰ غیر قانوني مهاجرو د ورتگ مخه نیولې ده. خو بیا هم مهاجر هڅه کوي چې ځانونه د یونان خاورې ته ورسوي.
یوازې لږ کسان خپل هدف ته رسیږي
د یوروس رود د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد جوړوي. د شنبې په ورځ په ډلو ډلو انسانانو هڅه وکړه چې د ربړي کښتیو په مرسته ځانونه د یونان ساحل ته ورسوي. خو ډیر کم کسان پر دې کار بریالي سول. په آتن کې د یونان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې دوی خپل سرحدونه چې هغه د اروپایی ټولنې سرحدونه هم دي، ساتلي دي.