د ترمپ د ښځې نوې بیوګرافي د هغې په اړه نوي رازونه افشا کوي
۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبهد امریکا متحده ایالاتو د لومړۍ میرمن میلانیا ترمپ په ژوندلیک کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی دی له ترمپ او د هغه له کورنۍ سره د میلانیا پر اړیکو رڼا اچول شوې ده.
دا کتاب چې مخکې له خپریدو څخه د لومړۍ میرمنې له خوا تائید او لاسلیک شوی نه دی، د میرمن بینیت کیت له خوا چې د «سي ان ان» تلویزوني شبکې خبریاله او د ترمپ له مخالفينو څخه ده، لیکل شوی دی.
په داسې حال کې چې ۴۹ کلنه میلانیا ترمپ د کم قدرته ښځې په توګه په عامو خلکو کې تمسخر کیږي، د دې په خلاف میرمن بینیت کیت، پر ترمپ د هغې د پام وړ نفوذ څخه پرده پورته کړې ده.
بینیت کیت په خپل دې کتاب کې لیکي: دغه پخوانۍ سلوانیایي ماډله له ترمپ سره په خپلو مناسباتو کې د «ډير نفوذ او قدرت خاونده» ده. کیت لیکي چې د ترمپ دریمه ښځه میلانیا د دې سبب شوه چې د متحده ایالاتو ملي سلاکاره میرا ریکاردل، له میلانیا سره افریقا ته د سفر او په دې سفر کې د دواړو ترمنځ تر اختلافاتو وروسته له خپلې دندې لیري کړای شي.
د بیوګرافۍ په دې کتاب کې دا هم راغلي دي چې میلانیا او ترمپ د خوب جلا جلا خونې لري او د میلانیا د خوب کوټه د ترمپ د خوب کوټې د پاسه پوړ کې ده.
کیت لیکي، سره له دې چې میلانیا په عامه ځایونو کې ډیرې لږې خبرې کوي، خو تر ټولو ډیر پر خپلو جامو تمرکز کوي او خپلې ناویلې خبرې بیانوي. د بیلګې په توګه تیر کال یي د مکسیکویي مهاجرو د ماشومانو له یوه روزنتون څخه د لیدنې پر مهال په خپله کرتۍ لیکلي وو«واقعا هم بی تفاوته دی او تا ته؟»
یو شمیر خلکو له دی جملې څخه داسې برداشت وکړ چې هغه د دغو ماشومانو پر وړاندې بی تفاوته ده، ځینو نورو هغه د خپل میړه د مهاجرت پر سیاست انتقاد او یو شمیر نورو بیا هغه د رسنیو پر ضد یو پيغام وباله.
بینیت لیکي چې په دې ارتباط یو شمیر په دې باور دي چې دا ډول لیکنې ایوانکا ترمپ ته، چې د دې بنزۍ (د میړه لور) ده، یو څرګند پيغام دی چې هغې ته پيغور ورکوي چې ګوندې «ځان لومړۍ میرمنه» بولي.
د «فري میلانیا یا آزاده میلانیا» په نوم دې کتاب کې د هغې د جامو په اړه ډیر څه لیکل شوي دي: کله چې میلانیا له خپل میړه څخه خفه وي دریشي اغوندي، څو په دې توګه میړه ته خپله غوسه ښکاره کړي چې خوښيږي یي ښځې لنډې او تنګې جامې واغوندي.
د سي ان ان خبریالې بینیت کیت، د میلانیا بیوګرافي په کتاب کې د نورو برخلاف چې وايي میلانیا د ترمپ په اسارت کې یوه ښځه ده، نوموړۍ د خپل میړه قرباني نه بولي او هغه یي د یوې آزادې ښځې په توګه ستایلې ده او لیکلي يي دي: «هغه هیڅ کله آزادیدو ته اړتیا نه لري.»
آژانسونه/ش.ن/ب.ص
پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: