د ترمپ د استیضاح له پاره پلټنو شدت موندلی
۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبهد امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې د دیموکرات ګوند نمایندګانو سپينې ماڼۍ ته ویلي دي چې د اوکراین په معامله کې پر ولسمشر دونالد ترمپ د لګول شویو تورونو په اړه دې اسناد وړاندې کړي. د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره د دونالد ترمپ د تلیفوني خبرو اترو تر عام کیدو وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر د استیضاح په خاطر له پلټنو سره مخامخ دی.
په دغو تلیفوني خبرو اترو کې د تور له مخې ترمپ له خپل اوکرایني سیال څخه غوښتي وو چې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن او د هغه د زوی هنټر بایډن پر ضد دې تحقیقات پیل کړي.
د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو او امنیتي کمیټو د مشرانو په خبره سپينه ماڼۍ تر اوسه پورې په دې مسئله کې همکاري نه کوي او د دوی ډیرې غوښتنې یي له پامه غورځولي دي.
په دې اړه سپينې ماڼۍ ته دنده سپارل شوې ده چې د اکتوبر میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې دې د دې موضوع په ارتباط اسناد وړاندې کړي. په همدې اړوند یوه غوښتنه د مرستیال ولسمشر مایک پنس ته هم استول شوې چې هغه دې د ترمپ او زیلنسکي ترمنځ د تلیفوني خبرو اترو او د اوکراین له پاره د امریکایي مرستو د امر په اړه معلومات وړاندې کړي.
د پنس دفتر د دې غوښتنې په ردولو سره ویلي دي چې په دې غوښتنه کې هیڅ کومه مهمه پوښتنه نه وه پوښتل شوې.
په همدې منځ کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو هم د استازو په مجلس کې د بهرنیو چارو د کمیټې د غوښتنې سربیره د اکتوبر میاشتې په ۴ نیټه مجلس ته حاضر نه شو. د استازو مجلس د دونالد ترمپ د شخصي وکیل او د نیویارک پخواني ښاروال رودې جولیاني د استیضاح امر هم صادر کړی دی.
د امریکا د ولسمشر د استیضاح مسئله د امریکایي رسنیو ترڅنګ د سیاسي کړیو ترمنځ هم د بحث مهمه موضوع تشکيلوي. دوه ورځې مخکې د امریکا ولسمشر له خپل اوکرایني سیال سره له خپلو خبرو دفاع هم کړې وه. ترمپ ویلي وو چې دا د هغه مسئولیت او حق دی چې هغه په هیواد کې دننه د هر ډول فساد پر وړاندې پلټنې وکړي.
Camino Gonzalez, Jenipher/sn/aa