د ترمپ جواب کي شمالي کوريا د «قوي ترينې چاودنې» ګواښ وکړ
۱۳۹۶ شهریور ۳۱, جمعهد امريکا د متحده ايالاتو او د شمالي کوريا تر منځ په لانجه کي د ګواښونکو او لا توندو بيانونو سيالي ادامه لري. د شمالي کوريا واکمن کيم يونګ اون د دونلدترمپ د وروستۍ ګواښونکې وينا په غبرګون کي ويلي چي دغه وينا به ترمپ ته ډېره «ګران قيمته» تمامه سي.
اون ويلي: «زه به هغه سړي ته چي د امريکا د متحده ايالاتو سرقومندان دی، د هغه د وينا په بدل کي به په هغه ډېر جګ قيمت ادا کړم.» د شمالي کوريا د واکمن دغه څرګندونې د ياد هيواد دولتي خبري آژانس د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۲مه) نقل قول کړي دي. ترمخه دونلد ترمپ د ملګرو ملتونو و عمومي غونډي ته د وينا پر وخت شمالي کوريا ته د «بشپړه ويجاړونې» ګواښ کړی ؤ که پيونګيانګ د اتومي او توغنديو د پروګرام پر سر په لانجه کي خپل دريځ بدل نه کړي.
د شمالي کوريا واکمن کيم يُونګ اون د ترمپ د ګواښ په جواب کي ويلي: «زه به دغه دماغ خرابی امريکايي سپينږری د اور په مرسته کنټرول کړم.» دولتي آژانس د اون له نقل قول څخه زياته کړې: «دا چي ترمپ هرڅه هم انتظار درلودلی وي، اوس به د خپل انتظار څخه ډېر هاخوا ته د جواب سره مخامخ سي.»
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت اوس د يو نوي احتمالي اټومي ازمويني ګواښ کړی دی. دغه وزارت ويلي چي راتلونکې ازموېنه په آرام سمندر کي «د تر ټولو قوي هايدروجني چاودنې» کيدلای سي. د دولتي خبري آژانس د خبر له مخي دغه څرګندونې د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزير ري يونګ هو د جمعې په ورځ کړي دي.
شمالي کوريا په تيرو څو اونيو کي شپږ اتومي ازمويني کړي او نړيواله ټولنه يې ناقراره کړې ده. له همدې کبله هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د نړۍ د ټولو دولتونو او حکومتونو د مشرانو د خبرو اترو مهمترينه موضوع همدغه د شمالي کوريا لانجه ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.07.2017):