د بېچکارۍ په زور ځانمرگي بريد ته اړايستل کېدم
۱۳۹۳ مرداد ۲۱, سهشنبهدغه ۱۹ کلن ځوان چي خپل نوم محيب الله ښيي د روزگان ولايت اوسېدونکی دی او اوس يې کورنۍ د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کي ژوند کوي.
د محيب الله په قول، پلار يې په روزگان کي د وسله والو طالبانو سيمه ييز قومندان وو، چي په دې وروستيو وختونو کي په چاڼيزو پوځي عملياتو کي وژل سوى دى.
دئ وايي تر شلو ورځو بېلا بېلو پوځي زده کړو وروسته پر کندهار ولايت مقام بانددي د ځانمرگي بريد له پاره راوستل سوى، چي تر بريد دمخه د ملي امنيت کارکوونکو په لاس ته ورغلى دی.
نيول سوى ځوان زياتوي، د کوټي په يوه ديني مدرسه کي په زده کړو بوخت وو، چي په افغانستان کي د گډو ځواکونو پر ضد د جهاد په پلمه ځانمرگي بريد ته چمتو کړل سو:
«زما اصلي نوم محب الله دى، په کورنۍ کي راته ګران وايي. زما پلار په روزگان کي د طالبانو قومندان وو، چي تر وژل کيدو وروسته يې مړى کوټي ته راوړ او هلته مو ښخ کړ. ما په کوټه کي خپل کور ته نږدې په ( دارالعلوم مدرسه) کي زده کړي کولې. زما د پلار د جهاد د وختونو ملګرى عبدالسلام راغى، زه يې وهڅولم چي جهاد وکړم.»
هغه زياته کړه: «نو زما د مدرسې استادانو زه په کوټه کي پوځي چوڼۍ ته بوتلم هلته يې ما او زما سره پنځو نورو ملګرو ته د فدايي حملو، صدرۍ اغوستلو او کلاشنکوفونو زده کړي راکړې. نور ځوانان او هلکان هم هلته و خو موږ يې ټول يوځاى نه پرېښودولو. موږ ته به يې ويل، تاسي بايد په ډېر پام سره بريد وکړى او ډېر متوجه اوسى.»
نوموړی وايي، د ده نور هغه ملګري، چي د ځانمرگي بريدونو په زده کړو کي ورسره ملګري ول، هغوى ترده دمخه کندهار ته راوستل سول او پر مختلفو ځايونو يې ځانمرگي بريدونه وکړل او کله چي د ده نوبت راورسيد، نو زړه يې نه غوښت، چي ځان ووژني، خو د هغو کسانو له خوا چي کندهار ته راوستل سوى وو پېچکارۍ ور ولګول سوې او په دې ډول يې هڅاوه، چي جنگ وکړي او بيا ځان ته چاودنه ورکړي:
«څلور ملګري مي تر ما دمخه راغلل او له هغو څخه په امان الله خبر سوم، چي په پنجوايي ولسوالۍ کي يې انتحاري بريد وکړ. بيا زما لمبر راورسيد زه يې کندهار ته راوستلم د کابل اډې سره يې پر امنيتي پوسته وګرځولم، بيا يې کندهار ولايت مقام ته راوستم او د ارغنداب ولسوالۍ ته يې هم بوتلم او هلته يې هم يوځاى راته وښود، چي دغه ځايونه مو تا ته ټاکلي دي، چي هر ځاى دي نصيب سوى وو، هلته به دي ور واستوو.»
محيب الله ژورناليستانو د خپلي کيسې په دوام کي وويل: «هغه وو، چي زه يې ولايت مقام ته انتخاب کړم او راته يي وويل، اول به په کلاشنکوف جګړه کوې او وروسته به ځان ته انتحار ورکوې. زه وبيرېدم او ويل مي، چي زه ځان نه وژنم، اخر يې دوې پېچکارۍ را ولګولې او تر پېچکارۍ لګولو وروسته زما دماغ کا رنه کاوه، غوسه راتلله او زړه مي غوښت، چي ځان مړ کړم. اخر زه همدلته ونيول سوم. زه اوس بخښنه غواړم بيا داسي نه کوم.»