1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «بی بي ترمپ» پر ملاء یې چاړه ور ښخه کړه

۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبه

د «بی بي ترمپ» پوکڼۍ په ۲۰۱۸م کال کې د لندن د مظاهرو پر مهال مشهوره شوه. دغه پوکڼۍ چې د منتظمينو له خوا د امریکا الاباما ایالت ته انتقال شوې وه، یو چا یي اوس پر ملا چاړه ور ښخه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3SnPP
Großbritannien London Trump Baby Ballon
انځور: picture-alliance/ZUMA/London NEws Pictures/J. Goodman

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د شبنې په ورځ د متحده ایالاتو الاباما ایالت ته تللی وو. د هغه د سفر پر مهال یو کس د «بی بي ترمپ» په نامه هغه پوکڼۍ په چاقو وواهله او هوا یې ځنې و ایستله چې د لندن په مظاهرو کې مشهوره شوې وه.

دغه پوکڼۍ د احتجاج له پاره د الاباما ایالت تسکیلوسا (Tuscaloosa )  ښار ته وړل شوې وه، چیرې چې د الاباما او لویزیانا ایالتونو د پوهنتونونو  د فوټبال د لوبډلو ترمنځ سیالي روانه وه او ترمپ هم هلته تللی وو.

دغه پوکڼۍ د رابرت کینیډي له خوا (Tuscaloosa )  ته وړل شوې وه. کینیډي وایي چې د پوکڼۍ ترڅنګ تیریدونکو کسانو دې ته ورته څرګندونې کولې.

USA Baby Trump-Ballon in Tuscaloosa
دغه پوکڼۍ د امریکا الاباما ایالت ته انتقال شوې وه، تر څو کله چې ترمپ هلته د فوټبال لوبې لیدلو ته ورځې، نو دغه پوکڼۍ به هلته موجوده وي.انځور: picture-alliance/AP Photo/The Tuscaloosa News/S. Taylor

د امریکا د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې د ترمپ دویم ځلي کاندیدیدو په غبرګون کې یو شمیر خلکو شعارونه ورکول» د ۲۰۲۰م ترمپ«، او ځنو به ورسره انځورونه اخیستل. د هغه په خبره یو کس د «بی بي ترمپ» پوکڼۍ په لیدو سره نا قراره معلومیده. دغه کس په پوکڼۍ کې د شا له خوا د سوري په کولو سره د هغې هوا ؤ ایستله.

زیاته شوې ده چې برید کونکی کس سمدستي له هغه ځایه وتښتید، خو لږ وروسته بیا د پولیسو له خوا ونيول شو.

کینیډي وایي: «ما د لومړي ځل له پاره ولیده چې یو څوک دې پر احتجاجي پوکڼۍ برید وکړي. دا خو د ډیر عجیب انداز غوسه ده.»

USA Baby Trump-Ballon in Tuscaloosa
انځور: picture-alliance/AP Photo/The Tuscaloosa News/S. Taylor

دغه پوکڼۍ نږدې ۲۰ فټه لوړوالی لري چې په نارنجې رنګ کې یو قهرجن ماشوم پرې انځور شوی دی. دې ماشوم پیمپرز اغوستی دی او په لاس کې یي مبایل تلیفون دی چې دا په یو ډول د دونالد ترمپ له خوا د تویتر بی ځایه استعمال ته اشاره ده.

د پولیسو په حواله ۳۵ کلن Hoyt Deau Hutchison په مجرمانه ناوړه چلند تورن شوی دی. داسې هم ویل شوي دي کله چې نوموړی د پولیسو له خوا ونیول شو هغه هلته پر موجودو رضاکارنو بد رد هم ویلي دي.

آژانسونه/ش.ن/ا.ا