د بودایانو د امن پيغمبر بودا
د بودایي مذهب بنسټ ایښوونکی بودا د دې طریقې د پيروانانو په نزد د امن پيغمبر دی. خو دوه ګاونډي هیوادونه هند او نیپال هر یو یي ټینګار کوي چې بودا د دوی په هیواد پورې تعلق لري او دوی یي د وراثت اصلي مستحقین دي.
آیا بودا د هند یو لوی شخصیت وو؟‘
د هند او نیپال تر منځ هغه وخت شخړه رامنځته شوه چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر بودا د هند یو عظیم شخصیت وباله. خو د نیپال لومړي وزیر ورته په یاد کړل چې د هند لومړي وزیر نریندر مودي کټهمنډو ته د خپل سفر پر مهال قبوله کړې وه: د مودي نقل قول«نیپال هغه خاوره ده چیرې چې د امن پيغمبر بودا زیږیدلی وو.»
له بوده ګیا او لمبنی څخه کوم یو یې ډیر مهم دی؟
د تاریخي شواهدو په اساس د بودایي مذهب بنسټ ایښودونکی بودا چې هنديان یې گوتم بُدها بولي د نیپال په لمبنی ښار کې د یوه راج یا سردار په کورنۍ کې زیږیدلی وو. خو هغه د نړۍ له بی ثباتې مایوسه شو او خپل کور کلی یي پریښود او د خدای پيژندنې په تلاش کې یي خپل سفر پیل کړ او د هند په یوه غیر مسکونه سیمه بوده ګیا کې میشت شو چیرې چې د هغه په یاد کې دغه بودایي مندر جوړ شوی دی.
د ابدي خلاصون لاره «د نفس په پاکوالي او له خلکو سره په مينه» کې نغښتې ده
ویل کیږي چې هغه د دې بودايي ونې لاندې شپږ کاله تفکر او عبادت وکړ او تر شدیدې مجاهدې وروسته حقیقت ته ورسید چې د ابدي خلاصون لاره «د نفس په پاکوالی او له خلکو سره په مينه» کې نغښتې ده. بودایان دي ونې ته ډیر درناوی کوي. څو کاله مخکې یوه د بودایي عقیدې درلودونکي کس د دې ونې یوه څانګه ماته کړې وه، چې تر هغې وروسته د دې د حفاظت له پاره ترې چار چاپیره د اوسپنې ګټاره درول شوې ده.
مقدسه نښه
بوده ګیا د هند د بهار ایالت له تاریخي ښار څخه ۱۵ کیلومتره لیري دی. دلته ډیرې تاریخي ودانۍ او نښې موجودې دي. بودا نورو ته د خپلو لارښوونو د رسولو له پاره ۴۴ کاله د ټول هندوستان په کچه سفرونه وکړل. نوموړی په ۳۸۴ ق م کال کې د ۸۰ کلنې په عمر کې مړ شو. په مهابودهي مندر کې دغه د بودا د پښو نښان بلل کیږي.
هر څوک دنيا نه شي ترک کولی
د بودیزم پيل له ترک دنیا څخه شوی وو. له همدې امله هر څومره چې د دې عقیدې د پيرويانو شمیر زیاتیده په هم هغه اندازه به یي د راهبانو تعداد هم ډیریده. خو بودا ډیر ژر درک کړ چې هر کس د دنیا ترک کونکی نه شي کیدلی، نو له همدې امله یي خپل پیروان په دوو برخو راهبانو او عادي خلکو وویشل.
د خاندان او نسب کیسه
بودایي دین هم له لوړ او ټیټ نسب او ذات له معاملې څخه خالي نه دی. دا اختلافات د بودا په ژوند کې هغه وخت را ښکاره شول چې کله هغه غوښتل یو بهنګي (یو قوم چې د کورونو او ښکارونو د پاکولو کار کوي) په خپله ټولنه کې ورګډ کړي. له ذات پرته ځينې نور مسائل هم شخړیز شول چې د بودا تر مړيني وروسته د بودایي دین پیرويان په مختلفو فرقو وویشل شول.
د بودایانو شمیر ۵۳۵ میلیونو ته رسیږي
د دې مذهب پیرويان نن د نړۍ په مختلفو برخو کې موجود دي. دلائې لامه د دوی تر ټولو د لوړ مقام لرونکی مذهبي مشر دی. په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې د بودایي دین د پيرويانو شمیر نږدې ۵۳۵ میلیونو ته رسیږي. په هندوستان کې د دوی شمیر شاوخوا ۹۲ میلیونه دی.
د بودایي مذهب زوال
د بودا تر مړينې وروسته دا مذهب تر ۵۰۰ کلونو پورې د پرمختګ په حال کې وو او په ترتیب سره له هند سربیره افغانستان، چین، برما او ختیځو ټاپوګانو کې هم خپور شو. خو وروسته یي پرمختګ ودرید او زوال یي شروع شو. په هندوستان کې د دوی د پیرويانو شمیر ورځ تر بلې کمیدل پیل شول. د هند په اساسي قانون کې په شپږو منل شویو مذهبي اقلیتونو کې یو هم بودایان دی.
د بودایانو قتل عام
ویل کیږي چې د هند په نيمه وچه کې چې د هند، اوسني پاکستان او بنگله ديش، نيپال، بوتان او ميانمار هېوادونو پکې شامل دي، د بودایي دین د زوال اساسي دلیل د برهمنو مخالفت وو، ځکه هغوی دا د هندو مذهب د پرمختگ په لار کې خنډ گاڼه. په لومړي سر کې هڅه وشوه چې د یوه شخص پورې د بودایي دین منحصر کیدل له منځه لاړ شي او وروسته د دوی پر ضد کمپاین وشو او په ډیرې بی رحمۍ سره قتل عام کړای شول.
څلور اساسي خبرې
په بودایي دین کې پر څلورو اساسي خبرو ټینګار کیږي. ژوند ټول خفګان دی. دویم: د خفګان سبب نفساني خواهشات دي. دریم نفساني خواهشات باید کنترول کړای شي چې له دې سره خفګان کمیږي. څلورم د نفساني خواهشاتو د ختمولو له پاره پر اتو مقدسو اړوندو اصولو عمل کول پکار دی چې په هغې کې راسخه عقیده، صحیح عزم، ریښتیا وینا، صحیح چلند، حلاله ګټه، د ښه کار کوښښ، نیک نیت، ښه اهداف او واقعي خوشحالي شامل کړای شوي دي.
د بودايي مذهب احياء
په اوس وخت کې هڅه کیږي چې بودایي دین د امن او له تاوتریخوالي پاک دین په توګه وړاندې کړای شي. بودايان کابو د نړۍ په هر هېواد کې شتون خو لري خو د دې مذهب تر ټولو ډېر منونکي په چين کې دي. په تايلند، جاپان، ميانمار، سري لنکا، ويتنام، کمبوديا، جنوبي کوريا، هند او ماليزيا کې یې هم شمير ډېر دی. متن: جاويد اختر، نوی ډهلي