د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته کابل
امریکا متحده ایالاتو شل کاله وروسته په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د اګست میاشتې پر ۳۱مه نېټه پای ته ورساوه. دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به بیا په افغانستان کې وضعیت څه ډول وي، لا معلومه نه ده.
دا د کابل په هوایي ډګر کې وروستي بهرني ځواکونه دي. د اګست د ۳۱مه په شپه د ۸۲ هوایي قطعې ځواکونه ولاړې ترانسپورتي الوتکې ته خیژي چې په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت او په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ورسره پای ته ورسیده.
د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته خبریالان د یوه ترمنیل مخې ته د طالبانو د یوې ډلې او یا په هوایي ډګر کې د پاتې شوو شیانو عکاسي کوي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو پورې د کابل هوایي ډګر بهرنۍ نړۍ ته یوازینۍ لاره وه. په لسونو زره کسان په وروستیو ورځو کې وتوانیدل چې له هوایي ډګره نورو هیوادونو ته ولاړ شي. خو ډیری کسان لا هم پاتې دي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د کابل د هوایي ډګر په یوه هنګر کې د افغانستان د هوایي ځواک د اې-۲۹ ډوله جنګې الوتکې چې له الوتلو ایستل شوې، ولاړه ده. د افغانستان د ملي اردو ځواکونو شمیر شا او خوا ۱۸۰ زره کسانو ته رسیده چې د میلیاردونو ډالرو په لګښت او د ډیر شمیر مشاورینو په مرسته روزل شوي وو. خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د ملي اردو راتلونکي هم معلومه نه ده.
طالبان د یوې جنګې الوتکې په کابین کې ناست دي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمیر الوتکې او هیلکوپترې پریښودل شوي دي، چې ظاهرا نور د استفادې وړ نه دي. پاتې شوي شیان یوازې ویجاړۍ نه دي چې تر شا پریښول کیږي، بلکې ولس د طالبانو تر بیا واکمنۍ لاندې د خپلې راتلونکې په هکله هم اندیښمن دی.
نه یوازې د دغه پریښودل شوې څرخي الوتکې له ښيښې څه هر څه تت ښکاري، بلکې د دغه هیواد راتلونکي هم روښانه نه ده. طالبان لا هم د یوه حکومت په جوړولو لګیا دي.
دغسې انځورونه اوس د ورځنی ژوند برخه دي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته له هغوی څخه پاتې شوي هاموي موټر کې طالبان ګزمه کوي. د طالبانو له لوري دوې اوونۍ د مخه د واک ترلاسه کولو وروسته د معتدله چلن پر ټینګار سربیره ډېر افغانان له راتلونکي او غچ اخیستو څخه په ډار کې دي.
په کابل کې د بوغيو یو خرڅونکی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو راتلونکي نامعلومه ده. د ورلډ ویژن، په نوم نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې تر اتو میلیونو زیات افغان ماشومان بیړنیو بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا هغوی له لوړ خطر سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو د حضور او تیرو شلو کلونو په موده کې د ښځو د حقوقو او نورو برخو کې پرمختګونه شوي ول. دا لا معلومه نه ده چې د طالبانو د نوي رژیم پر مهال به کومې لاس ته راوړنې پاتې شي، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.
حد اقل په ځینو برخو کې چارې د پخوا په څیر ښکاري. لکه د وزیر اکبر خان په دغه روغتون کې ښځینه پروسونل د ناروغانو پالنه کوي. ډېر کسان د طالبانو د معتدلۍ په هکله باور نه لري، چې په یوه خبري کنفرانس کې یې د ښځو د حقونو په هکله ګوونګې څرګندونې کړي وې.
د بانکونو مخې ته خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي. خلک د افغانۍ د ارزښت له لاسه ورکولو په هکله هم اندېښنه لري. پر دې سربیره افغانستان د نړۍ په بې وزله هیوادونو کې شمیرل کیږي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتریش په افغانستان کې له یوه بشري ناورین څخه خبرداری ورکړی دی.