د بالیووډ هغه ستوري چې له خپلو مینه والو بیل شول
که له یوه اړخه په ۲۰۱۷م کال کې د هند په فلمي صنعت کې نوي څیرې راڅرګندي شوې او د خپل هنر جوهر یې وړاندي کړل، نو له بله اړخه د هند سینما څو څېرو خپل مینه وال خفه پریښول او له دې نړۍ وکوچیدل.
ششي کپور
ششي کپور د هندي فلمونو مشهور ستوری وو او د فلم د اصلي لوبغاړي تر څنګ یې په نورو برخو کي هم کار کړی. ششي کپور له شپږ کلنۍ راهیسې د خپل پلار پرتهوي راج کپور په «پرتهوي تیاتر» کې د هنر په نړۍ کې قدم کښیود. هغه ته ډیر فلمي مډالونه هم ورکړل شوي دي. ششي کپور په۷۹ کلنۍ کې د پښتورگي د ناورغۍ له کبله ومړ.
ټام آلټر
ټام آلټر د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۹ نیته له دې نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د سرطان په ناروغۍ اخته وو. آلټر د هند په سینما او تیاتر دواړو کې ځای خپل کړی وو. د هغه د هنري خدماتو له کبله د هند حکومت په ۲۰۰۸م کال کې د «پدم شري» جایزه ورکړې وه.
ریما لاگو
ریما لاګو په فلمونو کې د کار کولو لړۍ له میراټهي سینما پیل کړ. بیا وروسته هغې د ډیرو مشهورو لوبغاړو تر څنګ کار وکړ او د مور په نقش کې ډیره وستایل شوه. ریما لاګو د روان میلادي کال په می میاشتې کې د زړه د دریدو له کبله مړه شوه.
ونود کنه
ونود کنه، د هند د فلمي صنعت مشهور هنرمند وو. هغه په ۱۹۴۶م کال کې په پيښور کې زیږیدلی وو. د مړیني څو ورځې ترمخه د ونود کنه په خراب روغتیایي وضعیت کې اخیستل شوی یو انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی وو. ونود کنه د روان میلادي کال د اپریل میاشتې پر ۲۷مه نیټه د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.
اوم پوري
د هند سینما دغه لوبغاړی په۱۹۵۰م کال کې د هند په انباله ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د خپل هنر له کبله نه یوازې په هند، بلکې دباندي هم مشهور وو. د هغه په فلمونو کې مقبول، وش او یو شمیر نور کلاسیک فلمونه شامل دي. اوم پوري د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر شپږمه نیټه د زړه د حملې له کبله ومړ.