د باليووډ ستوري چي اوس میندې دي
یو وخت به د هندوستان د فلمي نړۍ ستوري تر واده وروسته له سنیمایې هنر سره مخه ښه کوله، خو اوس حالات بدل شوي دي. د بالي ووډ فلمي ستوري اوس د ماشومانو تر څنګ پر خپل کاري بریالیتوبونو هم توجه کوي. انځورونه يې دلته وګورئ:
کرینا کپور
کرینا کپور هم د بالي ووډ د هغو فلمي ستورو په کتار کې راغلې چې اوس میندې دي، خو پر خپل زوی د تیمور نوم په ایښودلو سره په جنجال کې پاتې ده.
راني مکهرجي
د ادیرا چوپړا تر زیږیدو وروسته راني مکهرجي هم د هالي ووډ په میندو کې حساب شوې. له فلم جوړونکي آدتیا چوپړا سره تر واده کولو وروسته هم هغه په آزادانه توګه په فلمونو کې کار کوي.
ایشوریه رای بچن
تصور کیږي چې ایشوریه رای بچن د بالي ووډ د فلمي نړۍ تر ټولو مشهوره مور ده. د هند د سپوپر سټار امیتابهچن د اینګور کیدو له امله، ابهیشیک، ایشوریا او د دوی لور ارادهیا ډیري وختونه د ورځپاڼو په سرټکو کې شمیرل کیږي.
کاجول
له اجی دیوګن سره تر واده کولو وروسته یې زیاتره توجه خپلې کورنۍ ته اړولې ده، خو کله نا کله په فلمونو کې هم راڅرګنده شوې ده چې د مينه والو د زړونو په ګټلو بریالۍ شوې ده.
شلپا شیټهي
شلپا شیټهي په فلمونو کې کار کول پریښې دی. شلپا تر واده وروسته نه یوازې کور او ماشومانو سمبالوي، بلکې له خپل میړه راج کنډارا سره د هغه په کاروبار کې هم مرسته کوي.
مادھوري دکشت
مادھوري دکشت، تر واده وروسته خپل ژوند د خپلې کورنۍ له پاره وقف کړی وو، خو د اولادونو تر لویدو وروسته هغه یو وار بیا د زرق و برق نړۍ ته مخه کړی. خو دا وار مادهوري پر تلویزون ډیر لیدل کیږي.
کونکنا سین شرما
کونکنا سین د خپل ماشوم (زوی) تر زیږولو وروسته هم له فلمي نړۍ سره خپلې اړیکې پریکړي نه دي. له میړه رنویر شوری، سره د اړیکو خرابیدو په اړه خبرونه د ډیرې مودې راهیسې په رسنیو کې ښکته پورته کیدلې. بالاخره دواړو د جلا کیدو پریکړه وکړه.
ملائکہ ارورا خان
ملائکه ارورا خان، د هند د مشهور فلمي ستوري سلمان خان د وریندارې کیدو سربیره، په بالیوډډ کې پخپله ځانته یو شخصیت جوړ کړی دی. د کور د کارونو او ماشومانو د سمبالونو سربیره هغې فلمي نړۍ ته هم بشپړه توجه ورکړی ده.
سشمیتا سین
سشمیتا سین چې یو وخت د نړۍ د ښکلاء ملیکه (مس یونیورس) هم پاتې شوی ده، د بالي ووډ سنیما د نړۍ هغه یوازنۍ مور ده چې تر اوسه واده شوی نه ده. دغې فلمي ستوري دوه ماشومان په فرزندۍ سره نیولي دي او د هغو روزنه او پالنه کوي.