واورئ: پر افغانستان باندې د ایران د اتومي توافق اغیزې
۱۳۹۴ تیر ۲۳, سهشنبهاعلان
له ایران سره به دغه تړون دا خبره یقیني کړي چې تهران اتومې وسلې نه جوړوي او له خپلو اتومي دستگاوو څخه یوازې د ملکي موخو له پاره استفاده کوي. په پام کې ده چې د هغې په بدل کې به پر ایران باندې اقتصادي تحریمونه او د ملگرو ملتونو له لوري د وسلو په برخه کې لگول شوي بندیزونه لیرې کړای شي.
دا چې په ګاونډې هیواد کې دغه بدلون پر افغانستان او په دغه هیواد کې پر میشتو افغانانو باندې کومې اغیزې لري په دې مرکه کې یې واورئ.