1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران يو جنرال د ترمپ په امر حمله کې وژل شوی

۱۳۹۸ دی ۱۳, جمعه

د ايران د سپاه قدس قوماندان، قاسم سلیماني او څو ملګري يې د جمعې ورځې په سهار د بغداد هوايي ډګر ته نژدې ووژل شول. سپاه پاسداران دغه خبر تائيد کړی او پنټاګون ويلي دي چې دغه کار د دونالد ترمپ په امر ترسره شوی دی.

https://p.dw.com/p/3Vf32
Iran Soleimani Ghods Einheiten Pasdaran
انځور: Leader.ir

د جمعې ورځې (د جنوري ۳مه) په سهار د قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو حامل موټر، د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د «امريکايي جنګي الوتکو تر هدف» لاندې راغی.

د ايران سپاه پاسداران، د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه خبر تائيد کړی دی او زياته کړې ده چې د سليماني تر څنګ د هغه څو ملګري او د حشد الشعبي عراقي ډلې څو مليشې هم وژل شوي دي.

د عراقي شيعيه و ايران پلوې ډلې حشد الشعبي هم په ېوې ټوئټري پیغام کې ويلي دي چې د دغې ډلې مرستيال ابو مهدي مهندس هم له قاسم سليماني سره وو چې جمعې ورځې په حمله کې وژل شوی دی.

ويل شوي چې ابو مهدي مهندس او د حشد الشعبي ډلې يو شمير لوړپوړي قوماندانان د قاسم سليماني هرکلي له پاره د عراق نړيوال هوايي ډګر ته ورغلي وو. قاسم سليماني په احتمال سره له سوريې يا له لبنان څخه عراق ته تللی وو.

سليماني په سيمه کې د ايران يو تر ټولو کليدي شخص

د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) د سليماني او د هغه د ملګرو پر کاروان باندې حمله «يو قاطعانه او دفاعي اقدام» بللی او زياته کړې يې ده چې دغه کار د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ په امر د «امريکايي پرسونل» د حفاظت له پاره ترسره شوی دی.

قاسم سليماني او د ايران سپاه سپاه قدس او سپاه پاسدارن چې د امريکا متحده ايالاتو په تروريستي نوملړ کې قرار لري، په سيمه کې د ايران تر ټولو بانفوذه او کليدي شخص پيژندل کيده. ويل شوي چې هغه په سيمه کې د ايران د سياستونو د مخته وړلو په برخه کې يو ډير اساسي رول پر غاړه درلود.

د ايران قهرجن غبرګونونه

د ايران د بهرنيو چارو وزير په يو ټويټري پيغام کې د قاسم سليماني وژل د امريکا د «نړيوال تروريزم» حاصل ګڼلی او خبرداری يې ورکړی چې دغه اقدام به د امريکا له پاره ډير خطرناک عواقب ولري.

د ايران د سپاه پاسداران پخواني مشر محسن رضايي هم په يوه ټويټري پيغام کې ګواښ کړی چې «له امريکا څخه به سخت غچ واخلي.» هغه خپل ټويټري پیغام سره د سليماني سره خپل اخيستلی ګډ انځور چې د ايران او عراق د جګړې پر وخت اخیستل شوی دي خپور کړی او د سپاه قدس د قوماندان د وژلو په اړه يې خپل «تسليت او مبارکي» په کې ويلې ده.

د قاسم سليماني د وژنې خبر تر خپريدو لږ وروسته د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ټويټر باندې د امريکا د بيرغ انځور چې هيڅ يې ورسره نه وو ليکلي خپور کړ.

په تيرو اوونيو کې په عراق کې پر ميشتو امريکايي ځواکونو او د اسلامي دولت يا داعش تروريستي ډلې پر ضد د نړيوال ائتلاف پر ځواکونو باندې حملو زور اخيستی. واشنګتن تهران او په عراق کې د «کتائب حزب الله» په څير ايران پلوه ډلې د دغو حملو مسئولې ګني. خو ايراني چارواکو تر دې مخکې دغه تورونه رد کړي او دا ېې د امريکا «يوه د اسنادو پرته» ادعا ښودلې ده.