د ايران د پارلمان يوه غړي د ترمپ د وژلو پر سر جايزه ټاکلې
۱۳۹۸ بهمن ۱, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس د ايران د نيمه دولتي خبري آژانس ايسنا په حواله ليکلي دي چي د ايران د استازو مجلس د روغتيايي چارو کمېسيون غړي احمد حمزه د کرمان د خلکو په نمايندگي دغه وړانديز کړی دی. کرمان د سپاه پاسداران د قدس ډلي د وژل سوي مشر قاسم سليماني د زېږېدو ځای دی.
د ايران په پارلمان کي د کرمان ولايت د کهنوج سيمي دغه استازي ويلي دي: «د کرمان د خلکو په استازيتوب هغه چا ته چي د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ ووژني، درې ميليونه ډالره نغدي جايزه ورکول کيږي.»
د ايسنا په حواله هغه چي نن د ايران د اسلامي شورا په مجلس کي خبري کولې وويل: «... ټول کرمانيان د حاجي قاسم عسکر دي او که موږ ټول شهيدان سو هيڅ پروا پرې نه لرو.» خو هغه نه دي ويلي چي دغه پيسې به څوک ورکوي.
د سپاه پاسداران د قدس ښاخ قوماندان قاسم سليماني د روان کال د جنورۍ مياشتي پر درېمه نېټه د امريکا متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي د عراق په پلازمېنه بغداد کي ووژل سو. ترمپ اعلان وکړ چي دغه بريد د هغه په لارښوونه سوی دی.
واشنگټن قاسم سليماني د ډيرو امريکايي عسکرو «قاتل» بللی وو. امريکايي چارواکو تر اوسه پوري د ايران پارلمان د دې غړي د څرگندونو په اړه څه نه دي ويلي.
ايران بيا د سليماني د وژلو په غبرگون کي په عراق د امريکايي ځواکونو پر دوو اډو باندي توغندي وتوغولې، خو امريکايي ځواکونو ويلي دي چي په دغه بريد کي امريکايي عسکر نه دي وژل سوي.