1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادترکیه

د اوکراین څخه د غله جاتو لومړنۍ کښتۍ به استانبول ته ورسيږي

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

ترکي چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې دوی تمه لري له اوکراين څخه د غله جاتو راروانه شوې لومړنۍ کښتۍ به «تر نیمې شپې وروسته» استانبول ته ورسيږي. په دغې کښتۍ کې ۲۶ زره ټنه غله بار ده چې پرون ېې اودیسه بندر څخه حرکت وکړ.

https://p.dw.com/p/4F1mr
Ukraine-Krieg Odessa | Frachtschiff Razoni verlässt Hafen mit Mais
انځور: UKRAINIAN NAVAL FORCES/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس د «دې مرین ترافيک« په نوم ویب پاڼه له قوله ليکي چې په دغه کښتۍ کې ۲۶ زره ټنه غله بار ده. دغه کښتۍ د دوشنبې په ورځ سهار د اوکراين د اودیسه بندر څخه حرکت وکړ.

زیاته شوې ده چې دغه کښتۍ د تورې بحیرې په اوبو کې د ماینونو له شتونه په پاک شوي يو مسير کې په احتیاط سره مخته ځي. د تړون پر اساس له اوکراین څخه د غله جاتو انتقال د تورې بحیرې له بندرونو څخه ترسره کيږي. ترکېې د دغو عملیاتو له پاره په اوبو کې امن کوریدورونه یا لارې چمتو کړي دي.

د اوکراین او روسېې ترمنځ د غله جاتو د صادراتو د بیا پيل تړون د جولای پر ۲۲مه د ترکېې او ملګرو ملتونو په وساطت په استانبول کې لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې به په اوکراین کې په ميلیونونو ټنه غله چې د جګړو له کبله بنده پاتې نړیوال بازارونو ته صادره شي.