«افغانستان د اوبو له شديد بحران سره مخامخ دی»
۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعهد ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د اوبو نړېوالې ورځې سره په یو وخت، په خپل یو رپوټ کې ويلي دي چې افغانستان د اوبو له شدید بحران سره لاس او ګريوان دی.
د دغه رپوټ پر اساس، د وچکالۍ، اقتصادي بې ثباتۍ او د اودږمهاله جګړو د ويجاړونکو اغیزو په څېر مجموعي عوامل، د افغانستان د آبي زیربناوو د زیانمنېدو سبب واقع شوي دي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي: «دغه وضعیت د اقليمي بدلون له پایلو او د آب و هوايي د شديدو پېښو په دليل کوم چې آبي سرچېنې تخريبوي، لا شدید شوی دی.»
ملګرو ملتونو ويلي دي چې د اوبو د کمښت بحران په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د خپلو کورنيو سرپرستي کوي، تر خپل اغېز لاندي راولي، ځکه چې هغوی د اوبو سرچينو او تاسیساتو ته د لاسرسي په لار کې له ګڼو خنډونو سره مخ کيږي.
په رپوټ کې دا هم راغلي چې پر له پسې وچکالي او سيلابونو کروندګر زیانمن کړي دي: «کرهڼې پورې متکي ټولنې چې د هیواد اقتصاد د ملا تير تشکيلوي، خپل ځان په دوه لاري کې ويني، ځکه د هغوی بقا او معیشت له اوبو سره تړلي دي.»
په دغه رپوت کې راغلي چې د ۲۰۲۳م کال معلومات لويې ننګونې ښيي، څرنګه چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د وچکالۍ له کبله راولاړو شوو ستونزو تر اغیز لاندې راغلي او ۱۶ سلنه بیا د سيلابونو له کبله زیانمنې شوي دي.
د طالبانو د چاپېريال ساتنې اداره وايي په اورښتونو کې بدلون، د طبیعي یخچالونو ويلي کېدل او د اوبو د سرچينو تخريبېدل، د اوبو د بحران د لا ډېرېدو سبب واقع شوي دي.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليمي بدلون د څانګې مشر، روح الله امين، دويچه ويله ته وويل: «د اقليمي بدلون له کبله ۲۱ ميلیونه کسان د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي.» هغه وويل د دغې ادارې ارقام ښيي چې په تېرو کلونو کې د طبیعي یخچالونو ۱۴ سلنه چې مهمې آبي سرچينې دي، ويلي شوي دي.
امین وويل، که څه هم د ۱۴۰۲ کال په ژمي کې د افغانستان یو شمېر سېمې د بارانونو او واورو شاهدې وې، خو د هوا د حرارت په درجه کې بدلون سبب شوی چې د اورښتونو ډېرې اوبه زیرمه نه شي.
هغه وويل: «موږ له دغو اوبو څخه هغه وخت ښه استفاده کولی شو چې بندونه او آبې زیربناوې تقویه کړو.»
افغانستان د څو پر له پسې کلونو له پاره وچکالۍ تجربه کړې دي چې له کبله ېې د یو شمېر سيمو اوسیدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له آرشيف څخه: