د امنيت د انتقال پر وړاندي ستونزي
۱۳۹۲ خرداد ۲۷, دوشنبهد امنیت د انتقال وروستی پړاو چې اټکل کیږي په روانه اوونۍ کې به بشپړ شي، د افغان ځواکونو له پاره چې یوه لسیزه يې د جوړيدو کيږي او له وسله والو طالبانو او نورو ډلو سره په جګړه کې ښکیل دي، مهم بلل کیږي.
د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۰ ولسوالیو کې د افغان ملي اردو سرتیري او پولیس چې شمیر یې ۳۵۰ زرو ته رسیږي حضور لري، خو د هغوی د وړتیا په اړه انديښنې هم شته. افغان پوځ چې تر ډیره یې بڼه یوه پیاده پوځ ته ورته ده او په سپکو وسلو سمبال دی، نه شي کولای چي د سرتیرو د تيښتې مخه ونیسي. د پوځ په منځ کې د سواد کچه ۲۸ سلنه اټکل شوې ده.
افغان پوځ پر دې سربیره د هوايي ځواک، طبي او نقلیه وسایلو له کمښت سره هم مخامخ دی او تر ډیره ځايه په لوژیستکي او استخباراتي برخو کې پر بهرنیو ځواکونو تکیه کوي. افغان چارواکي وایي چې پوځ به يې تر ۲۰۱۷کاله پوري بشپړ چمتووالی و نه لري.
ناټو ویلي دي چې نه ښایي، ټول هغه تجهیزات چې د دغه هیواد د دفاع وزارت یې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې تر لاسه کړي.
د ناټو یوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کي ویلي دي: «F-16 ډوله جنګي جېټ الوتکو، ټانکونو او توپخانې ته اړتیا نشته» او افغان پوځ د هغې د ساتلو وړتیا نه لري.
خو د تیري اوونۍ په پای کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي امریکایي قوماندان جنرال جوزف دنفورد، په کابل کې خبریالانو ته ویلي ول: چې امریکا غواړي د افغانستان ۸۶ ملي متره زاړه هاوانونه په نوو۶۰ ملي متره عوض کړي، چې د هغې استعمال او ساتنه آسانه ده او هم ډیر دقیق دي.
د متحده ایالاتو او ناټو پوځی چارواکي د ياغیانو پرضد د پوځي بریا په پرتله د مورال او ثبات ساتلو پر سر ډیر ټینګار کوي.
یوه لوړ پوړي افغان چارواکي ویلي دي دا چې په روان کال کې د امنیت په ډګر کې کوم د پام وړ پرمختګ نه لیدل کیږي، مهمه ده چې په دې خبره پوه شو چې افغان امنیتي ځواکونه به له مخ پر زیاتیدونکو سختو چيلينجو سره مخامخ وي.
د افغانستان د ملي امنیت مشاور رنګین دادفر سپانتا ویلي دي: «په اوله مرحله کې د امنیت د انتقال مسئولیت په هغو سیمو کې تر سره شو وو چې د حکومت حضور پکښې پیاوړی وو. په هغو سیمو کې چې اوس يې امنيتي مسئولیت افغانانو ته سپارل کیږي، نور هم ستونزمن دی.»
هغه وویل دا چې افغان پوځ تجهیزات نه لري، خو له تکتیکي امیتازاتو او لوړې روحیې څخه برخمن دی.
سپانتا د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «موږ په دې باندي باوري یو، چې تخنیکي مهارتونه او تجهیزات جګړې ته د پای ټکی نه شي ایښوولای، بلکي د خلکو روحیه او چمتووالی له هیواد څخه دفاع کولای شي.»
د ناټو عمومي قوماندان ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو بل قوت د معلوماتو راټولول دي. «د هغوی پوځي استخبارات دومره ښه نه دي، خو د خلکو په منځ کې د هغوی معلومات ډیر ښه دي، چې د تروریزم پر وړاندې جګړه کې ډیر مهم دي.»
خو د قوی مورال او استخباراتي معلوماتو سره سره، په روان کال کې تاوتریخوالی ادامه لري. طالبان او نور وسله وال ګروپونه ناببره بریدونه کوي، چې د روان کال د می میاشتې راهیسې په کابل دغسې څلور یرغلونه تکرار شوي دي.
په تیره اوونۍ کې یاغیانو د کابل پر هوایي ډګر یو برید وکړ، چې په عین وخت کې د ناټو یو هوایي پوځي مقر هم دی او پر دې سربیره پر ستره محکمه هم یو برید تر سره شو.
د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس د ۲۰۱۳کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال په شان ۲۴ سلنه ملکي تلفات لوړ شوي دي. ډیری شمیر شنوونکي په روان کال کې د ۲۰۱۱کال په څیر د تاوتریخوالي د ډیریدو خبره کوي، خو د ناټو عمومي قوماندان بیا وایي چې یاغیانو کومې لاس ته راوړني نه لري:
«که چیري په دقت سره دغه موضوع تحلیل شي، هغوی په دې نه دې توانیدلي چې کومه ستراتیژیکه بریا دې ولري. ښایي هغوی لږ تکتیکي بریاوې لرلي وي، خو دا هغه څه نه دي چې د اوږدې مودې له پاره وي او یا دې هم د ستراتیژیک لحاظه کوم اهمیت ولري.»
هغه وویل چې ټولي ښاري سیمي خوندي دي او په بشپړه توګه د افغان ځواکونو تر کنترول لاندې دي.
ناټو مخکي له دې چې په ۲۰۱۴کال کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوي، ۱۸ میاشتې وخت لري چې د یوه باثباته افغان اردو په جوړولو کار وکړي. دنفورد، وایي چې چارواکي په دې راضي دي چې نړیوال ملاتړ ضرورت دی.