د ترمپ او کیم د لیدنې ځای او نیټه اعلان شوه
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا مشران په راتلونکې میاشت کې په سنګاپور کې سره ویني. دغه خبره دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ د خپل تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې اعلان کړه. دغه تاریخي لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د اړیکو د ښه کیدو هیلي پیدا شوي دي. شمالي کوریا ژمنه کړې ده چې له خپلو اتومي وسلو به لاس واخلي.
ترمپ پر خپل تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «موږ دواړه به دا [ناسته] د نړۍ د سولې له پاره په یوې ډیرې ځانګړې شیبې بدله کړو.»
له دې سره به نو دا لومړی ځل وي چې د امریکا متحده ایالاتو یو بر حاله ولسمشر د شمالي کوریا له یوه ولسمشر سره لیدنه کوي.
تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، دوه وارې شمالي کوریا ته سفر کړی وو چې د ناستې له پاره چمتوالی ونیسي.
د ترمپ له خوا د ناستې د نیټې تر اعلان یوه ورځ مخکې، شمالي کوریا درې امریکایي زندانیان آزاد کړل. ترمپ د دې اقدام هرکلی کړی وو. ترمپ د دغو زندانیانو د آزادیدو پر مهال وویل: «زه فکر کوم چې موږ د یوه ډیر معنی لرونکي کار د ترسره کولو له پاره ښه چانس لرو.»
تر دې مخکې د شمالي کوریا ولسمشر د سویلي کوریا له ولسمشر سره هم لیدلي وو.