د امريکا کانګرس له زمکې بهر موجوداتو په اړه بحث وکړ
۱۴۰۲ مرداد ۵, پنجشنبهداستخباراتو پخواني افسر ډیویډ ګروش د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو کانګرس ته وویل، چارواکي د «بهرني موجوداتو» شواهد پټوي. د امریکا د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې ده
د نامعلومو الوتونکو مخلوقاتو په اړه د ګروش ادعا څه ده؟
ګروش د کانګرس یوې کمیټې ته وویل، چې هغه «بالکل» باور لريامریکايي جنرال: د افغان حکومت د سقوط ریښه د دوحې په تړون کې وه چې حکومت یو( يو ای پي) لري، هغه اصطلاح چې د پنټاګون له خوا د نامعلومو الوتونکو موجوداتو یا(يو اف او اس) سره تړاو ورکولو له پاره کارول کیږي.
ګروش وویل: «د خپلو رسمي دندو په بهیرکې، زه د څو لسیزو اوږد پروګرام څخه خبر یم چې له نړۍ څخه بهرنیانو د حادثې بیا رغونه او تحلیلونه په واک کې لري.» هغه وویل: «ما پريکړه وکړه هغه معلومات چې ما راټول کړي دغه ټول حال خپلو ریسانو او څو نورو څارنوالانو ته پرې راپور ورکړم او په حقیقت کې، يو بربنډوونکی شم.»
کله چې د جزیاتو له پاره فشار راوړل شو، گروش وویل، چې هغه تبصره نه شي کولی ځکه چې معلومات محرم دي. هغه وویل چې هغه په شخصي توګه له هغو خلکو سره مرکې کړي دي چې د دې غیر انساني موجوداتو په اړه مستقیم معلومات لري.
هغه وویل: «زما شهادت د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ دی چې ما ته د هغو خلکو له خوا راکړل شوي چې د دې هیواد له پاره د مشروعیت او خدمت اوږد تاریخ لري.» هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو ډیری يې د عکسونو، رسمي اسنادو، او شفاهي په زړه پورې شواهد شریک کړي.
د متحده ایالاتو استازي ټیم برچټ د دې نظر ملاتړ وکړ چې حکومت معلومات پټ کړي، خوهغه وویل: «موږ به معلومه کړو چې څه پټ دي.» هغه زياته کړه: «دا د حکومت د شفافیت خبره ده. موږ په داسې حکومت باور نه شو کولی چې پر خپلو خلکو باور نه کوي.»
امریکايي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه ویلي؟
د دفاع وزارت ویاند تيم بورجت په یوه بیان کې وویل چې پلټونکو «د دې ادعا ملاتړ کولو له پاره هیڅ د تایید وړ معلومات نه دي موندلي، چې په تیرو وختونو کې د فضایي مخلوقاتو ترلاسه کولو یا تحلیل پورې اړوند کوم پروګرامونه شته دي، یا اوس مهال شتون لري.»