د اقلیم بدلون د نړۍ میراثونه له ګواښ سره مخامخ کړي
په امریکا کې د آزادي مجسمه، په یوګاندا کې ځنګل، په چیلي کې لویې تیږي، دا ټول ځایونه یو له بل سره یوه ګډه وجه لري، او هغه دا چې د اقلیم بدلون، د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ کړې دي.
د چیلي هیواد په ایستر ټاپو کې د راپا نویې ملي پارک
دغه مجسمې هر کال ۶۰۰۰۰ سیلانیان ځان ته جذبوي. خو د سمندر د اوبو د سطحې لوړیدل دا معنی لري چې هغه کیدای شي یو خو تر اوبو لاندې شي.
په یوګاندا کې د بویندي ګڼ ځنګل
د نړۍ له نیمایي څه لږ کمې غرنۍ ګوریلا شادي ګانې په یوګاندا کې اوسیږي چې هر کال یې لیدو ته سره زرهار سیلانیان راځي خو د اقلیم بدلیدل هغوی له ګواښ سره مخامخ کړې دي.
په مالاوي کې د ملي پارک
په داسې حال کې چې د اوبو د سطحې لوړیدل ډیری سیمې له ستونزو سره مخامخوي، د اوبو د سطحې لویدل بیا د ساحلونو طبعی سیستم ستونزمنوی. په دغه سیمه کې بارانونه نامنظم شوي دي له همدې کبله نه یوازې دا چې د دې ځای طبیعت ته زیان رسیږي، بلکې سیلانیان هم له ستختو ستونزو سره مخامیږي.
په اردن کې د رم وادي
دغه ښایسته سیمه ۳۰۰۰۰ هکتاره پراخه ده چې ډیری سیلانیان یې لیدو ته راځي خو د اقلیم بدلون دغه سیمه په یوې وچې او تودې سیمې باندې بدلوي.
د پالائو هیواد په سویلي لاګون سیمه کې د ډبرو ټاپو
دا سیمه د پسیفیک جنت بلل کیږي چې هر کال یې لیدو تر ۱۰۰۰۰۰ پورې سیلانیان ورځي. خو د تودوخې د درجې لوړیدو په سیمه کې نوې ستونزې راولاړې کړې دي.
په امریکا متحده ایالاتو کې د آزادي مجسمه
دا مجسمه له ډیر وخت راهیسې په نړۍ کې د آزادي سمبول بلل کیږي خو اوس دغه لویه مجسمه د ابو د سطحې لوړیدو له کبله د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ ده.
رد دیمارک په ګرینلند سیمه کې د ایلولیسات یخونو سلسله
په دې سیمه کې ښایې د اقلیم بدلیدو اغیزې تر بل هر ځایه ډیرې تر سترګو شي. د هوا تودیدل د دې سبب کیږي چې یخونه یلې شي.