د اقليم له بدلون سره د فقر ډېرښت
۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبهد نړيوال بانک د يوې نوي څېړني له مخي د اقليم بدلن به په راتلونکو ۱۵ کلونو کي ۱۰۰ ميليونه نور انسانان د فقر کندي ته ور واچوي. دغه بدلون به تر ټولو ډېر پر هغو هيوادونو اغېز وکړي چي اوس هم تر ټولو غريب دي.
په څېړنه کي د دې کار دليل وچکالي ښوول سوی او زياته سوې ده چي تر ۲۰۳۰م کاله پوري به په افريقا کي د خوراکي موادو کمښت نور هم ډېر سي او بيه به ئې بې اندازې لوړي سي چي دا به بيا پر غريبو کورنيو نور هم ډېره ناوړه اغېزه وکړي.
د نړيوال بانک کارپوهانو د جنوبي اسيا هيوادونو له پاره هم ډېر خطر ويني. يوازي په هند کي کيدای سي ۴۵ ميليونه انسانان له سختي لوږي سره مخامخ سي.
په نړۍ کي د تودوښي درجه کيدای سي له دوو څخه تر درو درجو سانتيگرادو پوري لوړه سي چي دا به بيا د ۱۵۰ ميليونو انسانانو له پاره د مالاريا ناروغۍ خطر ډېر کړي.
د اقليم کنفرانس ترمخه گواښ
د نړيوال بانک راپور په پاريس کي د اقليم کنفرانس تر جوړېدو څو اوونۍ دمخه خپريږي. په دغه غونډه کي به د نړۍ د ۱۹۵ هيوادونو استازي په نړۍ کي د گلخانيي گازو د کمښت پر سره يوې موافقې ته د رسېدو تلاښ وکړي.
د نړيوالي ټولني هدف دا دی چي په نړۍ کي تودښت دوې درجې کم سي، که نه د يخي کنگلونه به ويلي سي، په دريابونو کي به اوبه ډېري سي، توپانونه به ډېرښت ومومي او د اقليم نور اپتونه به هم زيات سي.