1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم ساتني دکنفرانس وروستی مهمه ورځ

۱۳۸۸ آذر ۲۷, جمعه

د اقليم ساتني په هغه کنفرانس کښي چه د کوپنهاګن د بيلا په سنټر ، د ښار په يوه ځنډه کښي جوړه سوی دی ، غير حکومتي سازمانونه دازدحام څخه د مخنيوي په خاطريوه بل مرکز د Event-Center ته وليږل سول

https://p.dw.com/p/L735
انځور: AP

ډيرو کمو خلکو د غونډي وړانديزونه و منل ، او په اخره کښي هال بل کل خالي ؤ ، شعار دا وه چه د خبرو اترو پر ځای عملي او قاطع قدمونه پورته سی .

اصلأ دغي غونډي ته ډير خلک په ښه نيت راغلي وه ، حکومتي او دولتي استازي ، غير حکومتي سازمانونه ، د ملګرو ملتونو څارونکي ، د چاپيريال ساتني او پالني فعاله غړي او پلويان ، ځوانان ، د لويو شرکتو څارونکي ، عالمان او ماهران ټول په ګډه راټول سوي وه ، او ټولو دا هيله درلوده چه د هوا او اقليم ګړندي بدلون ته نجات ورکړي ، خو دا چې هر يو به ددغه نجات ورکولو دپاره کوم قيمت تحويلوي ، پردې اتفاق موجود نه وه . د همدې کبله د انګلستان پاچا چارلس د غونډي په پيل کي ټولو ته خبرداری ورکی چه زموږ بچيان او لمسيان به دا پوښتنه نه کوي چه ، زموږ پلرونو څه ويل ، بلکه دا پوښتنه به کوي چې زموږ پخوانيو زموږ د پاره څه کړيدي . موږ ته پکار دي چه دغي پوښتني ته ځواب ووايو ، او که په ريښتيني ډول ددغه ځواب جوګه شوو، نو دا به د وياړ ځای وي .

د هوا او اقليم عالمانو په اصل کی ډيره پخوا د ا محاسبه کړيده چه ، که چيري موږ وغواړو چه ، په نړيواله کچه د مځکي ګرميدل دوې درجې او يا يو اشاريه پنځه درجي ثابته وساتلی سو ، او په نړيواله کچه يو ډاډمنتوب رامنځ ته سي ، نو په حقيقت کی دغه لاري هم پوره جوتي ندي . ځکه چه که چيري د پورتنيو شيانو دپاره عملي قدمونه اوچتيږي ، نو دد غو عملي قدمونو مصارف به د چا پر اوږو وي ، اوکه چيري دغه عملي قدمونه د مثال په ډول پورته نسي، نو ايا دا بار به بيا د عاجزو او نادارو هيوادونو پر اوږو پروت نه وي ؟

تراوسه پوري نړيوال حالات داسي بريښي چې پورتنی بوج په اصل کښي ټولنيز ضعيفو وګړو پورته کړيدی، او همدغه خبره د ملګرو ملتونو د هوا او اقليم څارونکو نړيوالو عالمانو چی په حقيقت کښي د ملګرو ملتونو د هوا او اقليم د کنوينشن غړي دي په ډاګه کړيده .

بله خبره چه دلته مهمه ده ، داده چې دومداره اقتصاد په حقيقت کی بل کل يو بل څه دی ، نسبت د نن ورځی نړيوال اقتصادته . اوسنی حالات دا په ډاګه کوي چه د پخوانيو فوسيلو وخت نور په تيريدو کښي دی ، د ډيروعاجزو او نادارو هيوادونو او غير حکومتي ټولنو دا هيله ده چه په نړيواله سطح د يو سيستم بدلون رامنځ ته سي . همدغه خبره کومي نايدو چه د يوې ټولني تنظيم کونکي دی، هم کوي . بعضي عالمان او ماهران پدې نظر دي او وايي چه که يو سړی په رښتيا د يو غټ پرابلم سره ، او يا د يو لوی کړکيچ سره مخامخ وي ، او غواړي چه دا پرابلم حل کړي او ددغه پرابلم او کړکيچ د پاره يو رقم نظريه ، اداره ، او طريقه د فکر استعمال کړي ، کومي چی د اکړکيچ يې رامينح ته کړيدی ، نو مسله نه حل کيږي . اصلي خبره داده چه نوی نوښت او نوی طرز تفکر بايد رامنځ ته سي .

په کوپنهاګن کښي د پورتنۍ مسلې د راکابو کولو دپاره کوم کوټلي پلان موجود نه ؤ . په نړيواله کچه د اومو موادوسرچينې ډيري کمي دي ، او دا بايد په عادلانه ډول وويشل شي . ننی راپيدا سوي کړکيچ د صنعتي هيوادونو د ترقۍ او پرمختګ نتيجه ده ، او همدغه هيوادونه بايد پدې تړا خپله ونډه او ذمه واري په ډاګه کړي . دوی بايد په عمل کی دا ثابته کړي چه اوسنی حالت ددغه کړکيچني مرحلي څخه راو باسي ، او پورتنی ادعا په کنفرانس کښي د ډيرو هيوادو هيله او غوښتنه وه .

هينريک

کتونکی : محمد قاسم نوري