د افغانستان یو انځور د «ورلډ پریس فوتو» د جایزې ګټونکو په قطار کې
د افغانستان یو انځور چې د خلکو لوږه او ناوړه وضعيت ښکاره کوي، په هغو عکسونو کې شامل دی چې د «ورلډ پریس فوتو» جایزه یې ګټلې ده. د اوکراین جګړې یوه انځور د کال د انځور جایزه وګټله.
د کال انځور: «د ماريوپول محاصره»
هغه وخت چې د اوکراین بندري ښار ماریوپول د روسیې د بریدو ښکار شو، لسګونه زره غیر نظاميان ووژل شول، ټپیان شول او یا هم تیښتې ته اړ شول. د «ورلډ پریس فوتو» پریکړه کونکي کمیټې د عکاس مالولیتکا دا عکس چې پکې يوه ميندواره ښځه ښکاري چې له بمبارۍ وروسته له زیږنتون څخه په ټپي حالت کې لیږدول کيږي، د «کال انځور» انتخاب کړ. دغه مور یو ماشوم دنیا ته راوړو، خو په خپله نیم ساعت وروسته مړه شوه.
د کال کیسه: «په افغانستان کې د سولې بيه»
مدس نیس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلکو تریخ حالت او د نړیوالو مرستو کمښت د ۹ عکسونو په یوه لړۍ کې څرګند کړی. دا عکس د ۱۵ کلن خلیل احمد ټپ ښیي، چې مور او پلار یې د خپلو ۱۱ نورو ماشومانو د ژغورنې لپاره د نوموړي پښتورګي پلورلي.
د اوږدمهاله پروژې جایزه: «اقلیم بحران»
انوش بابیجانیان څلور کال وخت پرې تېر کړی څو په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد په څلورو جمهوریتونو کې د اقلیم د بحران او د اوبو د خراب مدیریت ټولې اغیزې مستندې کړي. هغه دا کار په تاجیکستان، قرغیزستان، ازبکستان او قزاقستان کې ترسره کړی دی. د ارال جهيل ۹۰ سلنه اوبه له لاسه ورکړي دي. دا عکس د دې جهيل په بستر کې د پسرلي ګرمه ورځ ښیي.
د خلاص فارمټ جایزه: «دلته دروازې ما نه پیژني»
د مصر په اسکندریه کې د المکس کلي د کب نیولو اوږد دود لري. خو د دې کلي اوسېدونکي د سمندر د سطحې د لوړېدو او په املاکي پروژو کې پانګونې له امله بې ځايه کړل شوي دي. عکس اخیستونکي محمد مهدي د ځايي اوسېدونکو په همکارۍ یوه وېبپاڼه جوړه کړې ده چې د هغوی عکسونه پکې ثبتوي.
څلور نړیوال ګټونکوي د سیمه ییزو ګټونکو له کتار څخه
د «ورلډ پرس فوتو» څلور ګټونکي د هغو کسانو له منځه انتخاب شوي دي، چې مخکې یې په سیمه ییزه کچه دغه جایزې ګتلې وې. یو له هغو څخه دا عکس د الیساندر چینکو له لورې «الپاکویروس» یا د الپاکا نسل کوونکي تر سرلیک لاندې دی. دا حیوان د تودوخې پر وړاندې ډېر حساس دی. د اقلیم بدلون له امله د تودوخې زیاتوالی د دې حیواناتو د یو شمېر د له منځه تللو لامل شوی دی.