د آلماني پوځ د افغان همکارانو نامعلومه برخه لیک
۱۳۹۱ بهمن ۲۲, یکشنبهد آلمان د دفاع وزارت يوه وياند ويلي دي، چي نزدې ۱۳۰۰ تنه افغانانو له دوی سره په دندو بوخت دي. په دغو کسانو کې ژباړونکي، څارونکي او کسبگر هم شامل دي.
دا لا تراوسه پوري نه ده معلومه چې له دغو افغانانو سره به تر ۲۰۱۴ عيسوي کال وروسته څه کيږي؟
د آلمان د بشري حقوقو د ساتني ټولنه پرو ازول غوښتنه کوي، هغه افغانان چې له آلماني سرتيرو سره د گډ کار کولو له اسيته د طالبانو له گواښونو سره مخامخ دي بايد په آلمان کې د قبلېدو له پاره يو پروگرام ورته رامنځته شي.
د دغي ټولني مشر ګوينټر بورک هارډ له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل، دا چې د آلمان پوځ اوس د خپلو پوځي ټانکونو د راايستلو پلانونه جوړوي دوی بايد لومړۍ له دغه هيواده هغه انسانان راوباسي چې هلته خطر ورته متوجه دی. پوځي تجهيزات دي وروسته راوايستل شي.
دا چي له آلماني پوځيانو سره د گډ کار ځايې خلک آلمان ته راتلل غواړي دا په ډاگه کوي چې کله چې نزدې دوه کالو وروسته په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموريت پای ته ورسيږي بيا به حالات ډير نازک وي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت وياند له نورد فونک راديو سره په مرکه کې دا خبره تصديق کړي ده چې تر اوسه پوري درو تنو محلي کارکوونکو آلمان ته د ثبتولوعريضه ورکړې ده.
د پرو ازول مشر بورک هارد له افغان کارکوونکو سره د آلماني پوځ د چال چلند په اړه ډير په غوسه دی دې. دی وايي دغه افغانانو ډير ستر خطر پرځان باندي منلی دی چي له آلمانيانو سره کار وکړي.
د هغه په خبره دا نشي کېدلای چې د کار ورکوونکي خپل کارگر په اصطلاح په هوا کې ځوړند پريږدي. «دا کار له اخلاقي نظره او د کار د حقوقو پر بنسټ هم درست نه دی.»
هغه وايي: «موږ دا تمه لرو او دا مو هيله ده چې هغه خلک چې په افغانستان کې له آلماني پوځیانو سره ګډ کارکوی، بايد وژغورلشي؛ آلمان د دغو خلکو د ساتني دنده پر غاړه لري.
خو د آلمان د دفاع وزير تر اوسه پوري په دي اړه کوم فکر نه دی کړی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د دغو ژباړونکو او خلکو څه حال وي؟